اوبه یوه خاصه ماده ده چې د دوو هایدروجن اټومونو (H) او یو اکسېجن اټوم (O) څخه جوړې شوې دي. اوبه په طبیعي توګه په جامد، مایع او بخار (ګاز) حالتونو کې موجودې دي. اوبه تل د ځمكې په سطح، دننه او په سر کې په دوران کې دي چې د اوبو دوران په طبیعت کې رامنځته کوي.
په لاندې شکل کې د اوبو مالیکولي او ساختماني فورمولونه ښودل شوي دي.
د اوبو دوران په طبیعت کې د هایدرولوژيک سایکل یا د اوبو د دوران په نوم یادیږي، نو د اوبو دوران د اوبو دوامداره دوران ته ویل کیږي چې په ځمکه کې جریان لري، چې شامل د اوبو دوران په اتموسفیر کې، د ځمکې په سطحه او لاندې دي. د اوبو دوران په طبيعت کې، اوبه مختلف حالتونه لکه مایع، جامد او بخار تیروي. په دې معنا چې اوبه بخار او بیا مایع یا جامد ته بدلیږي او دا بدلون دوام لري، نو د اوبو دوران ځانګړی پیل او پای نه لري.
له هوا وروسته، اوبه د ځمکې پر مخ د ژوند د دوام لپاره ضروري دي. د اوبو دوران د ابو په حالت کې فزیکي بدلونونو په پایله کې رامنځته کیږي چې د تبخیر، میعان، باران، نفوذ، د ځمکې پر سر حرکت او د ځمکې لاندې طبقاتو حرکت شامل دي. مثلا، د اوبو جریان له سيندونو څخه اقیانوسونو ته او له اقیانوسونو څخه اتموسفیر ته او په معکوسه ډول ترسره کیږي.
د اوبو دوران په جریان کې د اوبو او چاپیریال ترمنځ د انرژۍ تبادله منځته راځي، په داسې ډول چې د اوبو په بخار بدلیدو کې انرژي جذب کیږي او بیا د مایع او جامد په بڼه بدلیدو سره انرژي آزادیږي او دا بدلونونه د هوا په حرارت درجه کې بدلون رامنځته کوي. د وخت په اوږدو کې د ځمکې په سطحه د اوبو مقدار تقریباً ثابت پاتې کیږي، خو د هوا بدلونونو سره اوبه په بیلابیلو بڼو لکه مالګه لرونکې اوبه، خوږو اوبه او یخ ته بدلیږي.
په تبخیري پړاو کې، اوبه له نورو ککړتیاوو څخه پاکیږي او د باران، واورې یا ګلۍ په بڼه ځمکه ته تازه اوبو وړاندی کوي. د اوبو جریان د معدني موادو انتقال، د ډبرو رسوباتو رامنځته کول او د ځمکې په سطحه کې تخریب رامنځته کوي چې دا د ایکوسیستم لپاره یو له اساسي او حیاتي دلایلو څخه ګڼل کیږي.
د لمر رڼا د اوبو دوران په طبیعت کې هدایت کوونکی دی، په داسې ډول چې د بحرونو، سیندونو او نباتاتو د تبخیر لامل کیږي، چې په پایله کې رامنځته شوي بخارات هوا ته انتقالیږي. د اوبو مالیکولونه (H2O) چی کتله یی (18g/mole) ده چې د نایتروجن (28g/mole) او اکسېجن (32g/mole) مالیکولونو چې د هوا اصلي اجزا دي د هغوی په پرتله کوچنۍ مالیکولي کتله لري ، نو لږ کثافت لري او په آسانۍ سره د هوا په مالیکولونو کې ګډیږي. کله چې د اوبو مالیکولونه د ځمکې د سطحې څخه پورته کیږي، نو د اوبو بخارات بیا متراکم کیږي چې د وريځو، مه او باران لامل کیږي.
په اتموسفیر کې په لوړ ارتفاعاتو کې د اوبو د مالیکولونو د تراکم دلیل د تودوخې درجې کموالی دی. ځکه چې د لوړوالي ډیریدو سره د هوا کثافت کمیږي او د هوا غلظت کمیږي، د هوا رقیق کیدو سره د لمر رڼا لږ جذب کیږي او دا د حرارت درجې کموالی لامل ګرځي. نو د اوبو مالیکولونه خپله انرژي هوا ته ورکوي او متراکم کیږي. د اوبو د مالیکولونو په تراکم سره د هغوی کتله زیاتیږي او دا د دې سبب کیږي چې هغوی بیرته ځمکې ته راښکته شي، مګر که د هوا جریان د تراکم شوو مالیکولونو ملاتړ وکړي، هغوی به د وريځو په شکل معلق پاتې شي او حرکت وکړي.
وريځې په حقیقت کې د اوبو راټول شوې مالیکولونه دي چې د هوا بهير لخوا په هوا کې ځنډول کېږي او يا په حرکت کې ساتل کېږي. هر کله چې د بخار شويو مالیکولونو تراکم په يوې ټاکلې ارتفاع کې چې له ځمکې سره يې لري ځای پر ځای شي، دې ته مه ویل کېږي.
د هوا حرکتونه (د هوا بهير) د اوبو بخارات په ټوله ځمکه کې په حرکت راولي. د ورېځو وړې ټوټې سره يوځای کېږي او د لویو ورېځو جوړېدو سبب ګرځي او په پای کې د مالیکولونو د زيات تراکم سره باران، ږلی او واوره جوړېږي او پر ځمکه اوري.
د بخار شوې اوبه ډېره برخه په هوا کې د باران په بڼه بېرته ځمکې ته راځي او يوه لویه برخه يې بېرته په سمندرونو باندې اوري او پاتې برخه يې په ځمکې (لیتوسفیر) کې ځاي پر ځای کېږي چې د تازه اوبو د سيندونو لامل ګرځي او يا په خاورې کې جذب کېږي چې د ځمکې لاندې د اوبو زېرمو جوړولو سبب کېږي او کله نا کله په د چينې په بڼه بېرته په طبيعي ډول د ځمکې پر مخ راوځي.
د اوبو دوران په طبیعت کې د ښه پوهېدو او عملي تشریح لپاره د زده کوونکو سره په دې ویدیو کې د ترسره شوې عملي فعالیت ترسره کولی شئ.