
د ټولګي مدیریت یو له هغو لویو ننګونو څخه دی چې ډیری ښوونکي ورسره مخ دي. د ټولګي مدیریت مهارتونه د کاري تجربې له لارې ترلاسه کیدی شي، خو دا تجربه ترلاسه کول کلونه وخت نیسي. په تعلیمي چاپیریالونو کې تاوتریخوالی یوه جدي ننګونه ده چې د زده کړې پروسې او د زده کونکو پر ودې ژور منفي اغیزې کولی شي. دا مسله نه یوازې د زده کونکو رواني او فزیکي روغتیا ته زیان رسوي، بلکې د اکاډمیک کمزوری، د انګیزې کمښت او آن د زده کړو د پرېښودو لامل کیدی هم شي. په دې درس کې، په تعلیمي چاپیریالونو کې د تاوتریخوالي مختلف اړخونه، لاملونه، د تاوتریخوالي ډولونه او د هغې سره د مبارزې لارې چارې څېړل شوې دي. تاسو کولی شئ په دې درس کې لاندنې موارد ولولئ:
- تاوتریخوالی څه شی دی؟
- که په ټولګي کې تاوتریخوالی وي څه پېښیږي؟
- که په ټولګي کې تاوتریخوالی نه وي څه پېښیږي؟
- آیا د ښوونکو او ښوونځیو د کارکوونکو پر وړاندې د تاوتریخوالي موارد ښکاره دي؟
- ښوونځي څنګه کولی شي د تاوتریخوالي په پای ته رسولو کې کارنده وي؟
- په ټولګي کې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو لپاره څه باید وشي؟
- له تیري کوونکي زده کوونکي سره سمه رویه
- د تیري له منځه وړلو لارې چارې
- زړه سواند او سخت زړی ښوونکی
که تاسو د دې درس او نورو درسونو پورې اړوند پوښتنې لرئ، دلته د افکارو او نظریاتو د تبادلې ډلې پر لېکه کېکاږئ.
Curriculum
- 1 Section
- 6 Lessons
- 10 Weeks
Expand all sectionsCollapse all sections
Free