افرن(AFRANE)
افرن (د فرانسې او د افغانستان خلکو ترمنځ دوستي) یو فرانسوي ټولنه دې چې په ۱۹۸۰ کال کې تاسیس شو.
د هغې موخې عبارت دي له:
افرن یو غیر مذهبي او غیر سیاسي انجمن دې، کړنې یې د افغانانو د اړتیاوو چې مونږ ته یې خبر راکړې پر بنسټ ټاکل کیږي. افرن د افغانستان په مختلفو سیمو کې پرته له قومي غوره توبونو څخه کار کوي چې پکې : کابل، پروان، بامیان، ننګرهاراو هرات ولایتونه شامل دي.
له 20 کالو په دې خوا افرن په پام کې لري چې د افغانستان د ځوانانو زده کړې ته لاسرسې د هیواد د تل پاتې بیارغونې لپاره یوه بنسټیزه لاره ده او تر اوسه په دې لټه کې دې چې مساعد چاپیریال د زده کړې لپاره جوړ کړي.
کوم کارونه چې یې د تیرو 20 کالو په دې خوا ترسره کړي کولای شو چې د هغو څخه د ښوونځیو د جوړولو، د ښوونځیو د ودانیو سمبالول، د لابراتوارونو او کتابتونونو سمبالول، او د ښوونکو روزنه په دري او پښتو ژبو، ریاضیات او ساینسي مضمونونو کې ، ته اشاره وکړو.