د آسموس عملیه : د اوبو یا محللونو د یوې نیمه نفوذ وړ پردې څخه تیریدنې ته د آسموس عملیه ویل کیږي، په بل عبارت هغه پروسه چې په هغې کې د یو کم غلظت لرونکی محلول څخه د یو حلال مالیکولونو، د یو لوړ غلظت لروکی محلول د یوې نیمه د نفوذ وړ پردې له لارې تیر شی نو د آسموس عملیه ترسره کیږی.
تاسو دلته کولای شئ د آسموس د عملیې موضوع سره اروند سرچینې لکه معلوماتي متنونو، روزنیزې ويډیوګانو، د لوړ کیفیت انځورونه د زده کړې لپاره، او ارزونې تمرینونه ترلاسه کړئ.
موخې:
- د آسموس د عملیې تعریف په نظري ډول او د عملي فعالیتونو په کارول د روزنیزې ويډیوګانو په شکل کې
- د محللونو د ډولونو څرګندول د آسموس د عملیې په پام کې ساتلو سره
- د آسموس د عملیې د ژوندي موجوداتو په حجراتو باندې د اغیزې په اړه توضیحات
- دآسموس عملیې اړوند د اصطلاحاتو څرګندول
که هر کله مو د آسموس د موضوع ګانو اړوند کومه پوښتنه درلوده دلته د نظریاتو او فکرونو د بدلونې ګروپ په آدرس باندی کلیک کړئ!
Free