تېزابونه (Acids): هغه مرکبونه دي چې په اوبو محلول کې پروتون(آیون+H) تولیدوي یا په کیمیاوي تعاملاتو کې د الکترون جوړې اخیستونکي په توګه عمل کوي. د عامو تېزابونو څو بېلګې عبارت دي له: د سرکې تېزاب (استیک اسید، CH3COOH)، د معدې تېزاب (هایډروکلوریک اسید، HCl) او د لیمو تېزاب (سیتریک اسید،C6H8O7). تېزاب د لاتین کلمې ‘اسیدوس’ (Acidus) څخه اخیستل شوی چې معنی یې تروش دی. تېزابونه خورنده خاصیت لري، معرفونه (اندیکاتورونه) د رنګ بدلون ته اړ کوي او القلي ګانې خنثی کوي. تېزابونه تروش خوند لري.
قلوي ګانې (Bases): د پروتون اخیستونکي (آیون+H) او یا د الکترون جوړې ورکوونکي وي. لکه: امونیا (NH3)، سوډیم هایدروکسایډ (NaOH)، د جوش شیرین (سوډیم بای کاربونیت، NaHCO3) ، پوتاشیم هایدروکسایډ (KOH) او نور.
القلوي (Base) د لرغونی انګلیسي کلمې (Debase) څخه اخیستل شوي چې د کمولو یا کمښت معنا لري. کله چې اسیدونه او القلي مواد په ټاکلو نسبتونو سره یو ځای شي، القلي مواد د محلول په اړونده برخه کې د اسیدونو د مقدار کمښت لامل ګرځي، چې (Debase) کلمې سره سمون لري. القلي مواد تریخ خوند لري او د القلي موادو اوبه ییز محلولونه لشم وي.
دلته تاسو کولای شئ لاندې موارد، چې د تېزابونو او القلي ګانو سره تړاو لري، ترلاسه او مطالعه کړئ:
- د تېزابونو او القلي ګانو تعریف د بېلابېلو پوهانو له نظریاتو څخه
- د تېزابونو او القلي ګانو فزیکي ځانګړتیاوې
- د تېزابونو او القلي ګانو نومونه
- معرف یا اندیکاتور
- د pH او pOH مقیاس
- په هر برخه کې د ځان ارزیابي تمرینونه
تاسو کولای شئ د تېزابونو او القلي ګانو موضوع پورې اړوند سرچینې لکه متنونه، تعلیمي ویډیوګانې چې عملي تجربې، انیمیشنونه او د زده کړې وروسته ارزونې لپاره تمرینات ترلاسه کړی.
هر کله چې تاسو د دې درس یا نورو درسونو سره پوری اړوند پوښتنې ولرئ، دلته د نظریاتو او افکارو د تبادلې ډلې لینک باندې کلیک وکړئ!