
هوا یا اټومسفیر
هوا د مختلفو ګازونو یو ګډ مخلوط دی چې ټوله ځمکه يې نيولى ده.
د هوا جوړونکې اجزا د سلنه په اساس په لاندې ډول دي:
- نایټروجن ګاز د هوا په جوړښت کې تر ټولو لویه برخه لري چې د هوا %۷۸ سلنه جوړوى.
- اکسیجن ګاز دوهم عنصر دی چې د نایټروجن څخه وروسته د هوا په جوړښت کې ترټولو لویه برخه لري چې د هوا ٢١٪ برخه جوړوى.
- ځکه چې د هوا ۹۹٪ د نایټروجن او اکسیجن ګازونو څخه جوړه ده، پاتې 1٪ هوا د اوبو مالیکولونو او خاورو او دوړو د ذراتو په ګډون یو شمیر نور ګازونه لري. لکه: کاربن ډای اکسایډ، نیون، ارګون، هیلیم، کریپټون، نایټروجن اکساید، میتان، هایدروجن، د اوبو مالیکولونه، مایکرو ارګانیزمونه او د خاورو او دوړو ذرات.
هوا یا اټموسفیر له ۶۰ څخه تر ۱۰۰ کیلومتره په ضخامت د ځمکې سطحه پوښوي او په ځمکه کې د ژوندیو موجوداتو لپاره لاندې اهمیت لري:
- دا په ژوندیو موجوداتو کې د تنفس لپاره حیاتي ماده ده.
- ژوندي موجودات د لمر د خطرناکو وړانګو څخه ساتي.
- د هوا له شتون پرته د غږ لېږد ممکن نه دی.
- دا د موادو د احتراق په پروسه کې بنسټیزه ماده ده.
هرکله چې تاسو د هوا اړوند موضوعاتو په اړه پوښتنه لرئ، د فکرونو او نظریاتو د تبادلې ډلې په پته کلیک وکړئ!
Free