
د ټولګي مدیریت یو له هغو ننګونو څخه دی چې ډیری ښوونکي ورسره مخ دي. د ټولګي مدیریت مهارتونه د کاري تجربې له لارې ترلاسه کیدی شي، خو دا تجربه ترلاسه کول کلونه وخت نیسي. نوي ښوونکي د ټولګي د ښه مدیریت لپاره د ټولګي مدیریت مهارتونو ته اړتیا لري. له همدې امله، اړینه ده چې ښاغلي ښوونکي په تدریسي غونډو کې په ګډون کولو او یا د دې ډول لارښودونو په کارولو سره د ټولګي مدیریت اړوند ګټه پورته کړي او د تدریس په برخه کې د بریالیتوب پر لور ګام واخلي.
له همدې امله، د دې درس موخه د ټولګي مدیریت مهارتونو، د ټولګي مدیریت کې عمده ستونزو او هغو ستراتیژیو په اړه ډیر پوهاوی دی چې کولی شي له تاسو، ګرانو ښوونکو، د ټولګي په ښه مدیریت او ستاسو د زده کوونکو لپاره د ښه تعلیمي چاپیریال په رامنځته کولو کې مرسته وکړي.
په دې درس کې لاندنې موضوعات څېړل شوي دي:
- د ټولګي مدیریت څه شی دی؟
- د ټولګي مدیریت کې لویې ستونزې
- د ټولګي مدیریت ستراتیژۍ
- هغه تېروتنې چې د ټولګي د سم مدیریت نه کېدو لامل کیږي؟
- څنګه یو بریالی او بې ساری ښوونکی واوسو؟
- د تدریس د زړه راښکونکو میتودونو کارول
- په ټولګي کې نظم
- پر قراردادي نښو ترکیز کول
که تاسو د دې درس او نورو درسونو پورې اړوند پوښتنې لرئ، دلته د افکارو او نظریاتو د تبادلې ډلې پر لېکه کېکاږئ.
Curriculum
- 1 Section
- 8 Lessons
- 10 Weeks