نظم څه شی دی؟
هغه قواعدو او مقررات چې زده کړه اسانه کوي او ګډوډي تر ټولو کم حد ته رسوي. څیړونکي دې پایلې ته رسیدلي چې تل د نظم پلي کول د نظم د مسایلو له درملنې څخه غوره دي. همدارنګه نظم داسې سزا هم ګڼل کیدی شي چې د اصلاح یا روزنې په موخه ترسره کیږي.
ګران ښوونکي کولی شي د تعلیمي کال په پیل کې په خپل ټولګي کې د زده کوونکو په مرسته قوانین وضع کړي. دا قوانین له خپلو زده کوونکو څخه وپوښتي او پر یوه کاغذ (چارټ) یې ولیکي او بیا یې پر دیوال وځړوي ترڅو زده کوونکي هره ورځ هغه وویني او مراعات یې کړي. دا قانون باید په روښانه او ساده بڼه زده کوونکو ته تشریح شي او له هغوی وغوښتل شي چې مراعات یې کړي.
هغه انضباطي موارد چې په ټولګي کې د یوه قانون په توګه طرح کیدی شي، په لاندې ډول دي:
لومړی قانون: دا مه وایاست چې هیڅوک د خوځېدلو حق نلري، بلکې ووایاست چې له اجازې پرته له خپل ځای څخه مه پاڅیږئ. په دې صورت کې کیدای شي زده کوونکي د ځینو شیانو لپاره اجازه واخلي او له خپله ځایه پانڅیږي، خو کېدای شي چې د بې ځایه تګ راتګ مخهس ونیول شي.
دوهم قانون: د خبرو کولو یا پوښتنې کولو لپاره خپل لاس پورته کړئ. که زده کوونکي له لاس پورته کولو پرته دا کارونه وکړل، ځواب مه ورکوئ، بلکې قانون ور یاد کړئ او بیا ځواب ورکړئ، د قانون له تکرارلو هېڅکله مه ستړي کېږئ.
هغه زده کوونکي چې مزاحمت کوي، ورنږدې شئ او هلته څو شېبې ودریږئ او درس تشریح کړئ. که یو زده کوونکی د ټولګي قوانین مراعات نکړي، بې پامي مه کوئ، حتماً یې مجازات کړئ، ځکه که هیڅ کار ونه کړئ، نورو زده کوونکو ته به داسې پیغام ورسوي چې د قانون ماتول هیڅ سزا نه لري. خو سزا پدې معنی نه ده چې چغې ووهئ یا وهل ټکول وکړئ، پدې معنی ده چې خپله ګوته ورته ونیسئ او ووایاست چې تاسو د ټولګي قوانین مراعات نکړل، آیا پوهیږئ کوم قوانین؟ ترڅو زده کوونکی پوه شي چې په حقیقت کې قانون یې تر پښو لاندې کړی. بیا ښوونکی وپوښتي چې څنګه کولی شي خپله تېروتنه جبران کړي او څنګه بیا تېروتنه ونه کړي. د هغو زده کوونکو لپاره چې په ټولګي کې ډیر مزاحمت رامنځته کوي، څو دقیقې وخت ورکړئ یا یوه ښوونېزه بوختیا وکاروئ ترڅو آرام شي او بیا درس له سره پیل کړئ. دا یوه ناکامي ده، خو دایمي ناکامي نه ده. کله چې ټول پام وکړي او د زده کړې مناسب چاپیریال رامنځته شي، شاید درس لنډ وي، خو ډیر ګټور به وي.
د دې لپاره چې پر ټولګي حاکمیت ولرئ، هڅه وکړئ ټولګي ته پر ځان له بشپړ باور سره ننوځئ او په ټولګي کې بشپړ فزیکي او رواني شتون ولرئ. نظم ساتل، د ټولګي کنټرول او بریالی تدریس د ښوونکو د اندیښنو یوه مجموعه ده. په هغه صورت کې چې په ټولګي کې نظم حاکم وي. د ټولګي ډیر وخت د زده کړې پروسې ته ځانګړی کیږي. ښوونکی او زده کوونکي په ټولګي کې د ګټور وخت تیرولو څخه راضي وي. البته، موخه د جبري چوپتیا حاکمول او د تعلیمي چاپیریال په یوه وچ چاپیریال بدلول نه ده، بلکې موخه د داسې چاپیریال رامنځته کول دي چې په هغه کې زده کوونکی په فعاله توګه زده کړه کوي او ټول فعالیتونه یې د تعلیمي موخو پر شاوخوا راڅرخي. په لاندې برخه کې د نظم رامنځته کولو او ساتلو لپاره څو ساده لارې چارې ذکر شوې دي.
کله چې زده کوونکي ټولګي ته ننوځي، ښه راغلاست ورته ووایاست.
ځانګړي فعالیتونه (له پیل څخه مخکې) د درس په پیل کې ممکن کړئ ترڅو زده کوونکي مثبتو او پنځوونکو کارونو ته وهڅوئ. یو شمیر (دریو څخه تر پنځو) عمومي قوانین د زده کوونکو د چلند کنټرول لپاره په ټولګي کې وضع کړئ.
ځان ډاډه کړئ چې زده کوونکي پر قوانینو پوی شوې او درک کړي یې دي.
ډاډ ترلاسه کړئ چې و مور او پلار ستاسو قوانین درک کړي او د هغوی پایلې پیژني او خپل ماشومان هم د هغې پلي کولو ته وهڅوي.
له هغو زده کوونکو سره چې په خپله خوښه یې کوم کار کړی دی، په جلا توګه خبرې وکړئ او د شونتیا تر حده ، یې د خپلو ملګرو او ټولګیوالو پر وړاندې مه رټئ.
د زده کوونکو نومونه په کم وخت کې (د ښوونځي په لومړنیو اونیو کې) زده کړئ.
د ټولګي د اداره کولو میتودونه تر هغه ځایه چې ممکنه وي ساده او روان کړئ.
په دې لاندنۍ ویډیو کې هم په ټولګي کې د نظم په اړه بحث شوی دی: