هغه ستراتیژۍ چې له تاسو سره د ټولګي په مدیریت کې ډیره مرسته کوي، په لاندې ډول دي:
د تدریس پر مهال د ښوونکي غږ او بیان رول ته پاملرنه
یو په زړه پورې او مناسب غږ، دوستانه او زړه راښکونکی غږ د سخت، چټک او پر غوږ بد لږېدونکي غږ په پرتله د زده کړې او د زده کوونکو پام را اړولو کې ورته پایله نه لري. کیدای شي دوه کسان یوه موضوع په دوو مختلفو غږونو وړاندې کړي، یقینا چې د زده کړې پر وړاندې د دوی اغیزه به توپیر ولري. له همدې امله، غږ د ښوونکي او زده کوونکي ترمنځ د اړیکو په رامنځته کولو کې مهم رول لري چې هغې ته پاملرنه د تعلیمي پروسې څخه ګټه اخیستنه زیاتوي. د ښه غږ ځانګړتیاوې عبارت دي له: د پوهیدو وړ، روښانه او زړه راښکونکی، متغیر غږ (یعنې د غږ جګ والی او ټیټ والی) چې یو رنګه او ستړی کوونکی نه وي، د غږ عاطفي حالتونو مراعات کول، هرې جملې ته د هغې د معنی او ګرامري جوړښت له مخې بیان ورکول، یعنې سوالي، خبري، منفي، تاکیدي او نورې جملې هر یوه په خپل ځانګړي ډول بیان شي او د غږ موقعیت د اوریدونکو موقعیت سره سمون ولري، ترڅو ټول د ښوونکي غږ واوري.
په ټولګي کې ګرځېدل یو له هغو تخنیکونو څخه دی چې د زده کوونکو پام راجلبوي او له دوی سره ښه اړیکه رامنځته کوي. خو د حرکت اندازه باید د درس له موقعیت او د ټولګي له حالت سره سم تنظیم شي او د ښوونکي حرکتونه په ټولګي کې باید هدفمند وي.
ښوونکی څنګه هڅه وکړي ترڅو د زده کوونکو پام راجلب کړي؟
یو له هغو کارونو څخه چې مونږ یې د ښوونکي په توګه کول غواړو، دا دی چې زده کوونکي خبرې کوي او موږ غواړو دوی زموږ خبرې واوري ځکه چې موږ باید دوی ته درس ورکړو او له همدې امله مونږ دا شان پیل کوو: ښه، ټول ما ته غوږ شئ، ما ته غوږ شئ، ما ته غوږ شئ، او ډیره انرژي مصرفوو ترڅو زده کوونکي خپل لوري ته راکش کړو. هغه څه چې د ښوونکي لپاره خورا مهم دي دا دي چې ښوونکی د زده کوونکو د پام راجلبولو لپاره له مختلفو لارو چارو څخه کار واخلي.
لفظي یا غیر لفظي پام راجلبول:شونې ده، د لفظي او غیر لفظي حرکتونو په کارولو سره د زده کوونکو پام خپلو خبرو ته را واړوو.
د ټولګي ترمنځ د اړیکو په رامنځته کولو کې تنوع رامنځته کول
ښوونکی کولی شي د زده کوونکو ترمنځ د دوه اړخېزه اړیکو په بڼه کې بدلون رامنځته کولو سره د هغوی پام تدریس ته راجلب کړي. ځینې وختونه یوازې د ښوونکي او زده کوونکي ترمنځ اړیکه وي، خو غوره ده چې دا اړیکه تنوع ولري. د بېلګې په توګه: ښوونکی له زده کوونکي سره، ښوونکی له زده کوونکو سره، زده کوونکی له زده کوونکو سره، او د زده کوونکو یوه ډله له بلې ډلې سره.
په لاندنۍ ویډیو کې د ښوونکي او زده کوونکي ترمنځ اړیکو ته نغوته شوې ده:
چوپتیا (دمه)
چوپتیا هم یو له هغو تخنیکونو څخه ده چې کولی شي د زده کوونکو پام د ښوونکي پر تدریس متمرکز کړي. چوپتیا د وضعیت او د ښوونکي تشخیص له مخې، کیدای شي څو ثانیې یا ډیر وخت ونیسي. د بېلګې په توګه، چوپتیا هغه وخت وکارول شي کله چې زده کوونکي د تدریس په جریان کې له یو بل سره خبرې کوي یا تدریس ته پام نه کوي، نو په داسې حالت کې ښوونکی کولی شي څو ثانیې چوپ شي ترڅو زده کوونکي پام وکړي او بیا د هغه خبرو ته غوږ ونیسي.
په لاندنۍ ویډیو کې هم د ټولګي مدیریت ستراتیژیو په اړه توضیحات ورکړل شوي دي: