ګرانو ښوونکو! په ټولګي او د تدریس په جریان کې ډول ډول مدیریتي خنډونه او ستونزې رامنځته کیږي. البته، په پیل کې باید د ټولګي مدیریت د خنډونو او ستونزو روښانه تعریف ولرو. زموږ موخه له مدیریتي ستونزو څخه هر هغه حالت دی چې د زده کړې چاپیریال ګډوډوي او د ښوونکي او زده کوونکو د حواسو د ګډوډېدو لامل کیږي.
هغه لوېې ستونزې چې د ټولګي د سم مدیریت نه کېدو او د زده کړې په ښه توګه د نه ترسره کېدو لامل کیږي او ددې لامل کېږي چې ښوونکی او زده کوونکی دواړو خپل تعلیمي هدف ته و نه رسېږي، عبارت دي له: ټولګي ته له ننوتلو مخکې د پلان او چمتووالي نه لرل، پر درسي موضوع قابو نه لرل، د زده کوونکو لپاره د ښه زده کړې د زړه راښکونکو او نویو میتودونو نه کارول، یو رنګه تدریس او د درس نه ساده کول، د درس د هدف نه روښانه کول، پر ټول ټولګي نه پاملرنه او د زده کوونکو ترمنځ توپیرونه رامنځته کول، د ټولګي په پیل کې د زده کوونکو پام نه راجلبول، د تدریس د تخنیکونو نه کارول او نور. دزده کوونکو د چلند بدلون ته بې پامي او دزده کوونکو د چلند د اصلاح په اړه خرافاتي باورونه هم یوه بله ستونزه ده.
بریالی ښوونکی هغه څوک دی چې ټولګی داسې چمتو کړي چې د تدریس په اوږدو کې ټولو ننګونو ته ځواب ووایي. ښوونکی باید خپلې وړتیاوې وپیژني، خپل د تدریس میتود و ارزوي او که میتودونه زاړه وي، یو کارنده او ژوندی میتود غوره کړي ترڅو د زده کوونکو په روح کې خلاقیت او نوښت وغوړوي. هغه باید د درس له ستونزو سره د چلند میتودونه وپیژني او داسې ستراتیژي غوره کړي چې د تدریس او زده کړې پروسه ګډوډ نه کړي او د ټولګي کوچنۍ ستونزې په لویو او جدي ستونزو بدلې نشي. همدارنګه باید داسې چلند ولري چې د هغه د ټولګي زده کوونکي خپل تعلیمي مسایل او چلندي ستونزې په یوه آرامه، له مینې ډکه او بې ګواښه چاپیریال کې حل کړي.
هغه ګران ښوونکي چې یو منظم ټولګی او وړ زده کوونکي غواړئ، نو دا ټول موارد دې په پام کې ونیسي.
په دې لاندنۍ ویډیو کې هم د ټولګي مدیریت یو شمیر خنډونو او ستونزو ته اشاره شوې ده چې په ټولګي کې د نظم د ګډوډیدو لامل کیږي.