بله ستونزه چې ډیری ښوونکي ورسره مخ دي، دا ده چې هڅه کوي خپل ټولګی په داسې وخت کې چې زده کوونکي ډیر شور کوي، د نامناسبو میتودونو په کارولو سره آرامه کړي.
په دې برخه کې لاندې څو مواردو ته اشاره کوو:
پر زده کوونکو چغې وهل
کله چې ټولګي ته ننوځئ او زده کوونکي شور کوي او ستاسو خبرو ته غوږ نه نیسي، باید چغې ووهئ او غوسه شئ ترڅو د هغوی پام راجلب کړئ، دا یوه لویه تېروتنه ده، ځکه همدا چې تاسو خپله انرژي لوړوئ او غوسه کیږئ، د هغوی په جال کې راګیر شوي یاست او دوی پوهیږي چې تاسو په رواني توګه په جګړه کې مات شوي یاست. دوی غواړي وویني چې څومره کولی شي تاسو هر ځل غوسه کړي. له همدې امله مه غوسه کېږئ ، چغې مه وهئ، تیری کوونکي مه اوسئ، پخپل تدریس کې دا شان منفي احساسات مه ځایوئ، په مسکا زده کوونکو ته وګورئ او انتظار وکړئ ترڅو آرام شي.
خاموشه درملنه
کله چې ځینې ښوونکي د زده کوونکو په غلي کول کې پاتې راشي نو ځي او د خپل میزتر شاته غلي کیني او ووایي څو چې ټول غلي نشئ، زه تاسو ته درس نه دررکوم. زده کوونکي هڅه کوي چې ټولنیز اهرم وکاروي ترڅو ټولګی بیا چوپتیا ته اړ کړي. کیدای شي یو ځل کار وکړي، خو دا داسې لاره ده چې زده کوونکي به یې بیا ونه مني. وګورئ د دوی په انتظار کې د آرام پاتې کیدو ترمنځ توپیر شتون لري. آرام اوسئ، په حقیقت کې له لومړي ځل وروسته زده کوونکي دا خندوونکی بولي او له دې څخه یوه لوبه جوړوي چې څومره کولی شي تاسو غوسه کړي. تاسو قرباني یاست.
د ځان او زده کوونکو ترمنځ د ځواک له جګړې څخه ډډه وکړئ
تاسو تل هغه څوک یاست چې نه غواړئ له زده کوونکو سره جګړه وکړئ، تاسو یې کنټرول کوئ، نو ټول ټولګې ته د څو کسانو د کړنو له امله سزا مه ورکوئ، یوازې د دې لپاره چې تاسو خپل کنټرول له لاسه ورکړی دی. ګناه د ټولګي نه ده، تاسو هغه څوک یاست چې ټولګی باید ښه مدیریت کړئ.
د مرستې غوښتل
بله تېروتنه چې ښوونکي یې ځینې وختونه کوي دا ده چې له ټولګي څخه وځي او له نورو ښوونکو یا د ښوونځي له ادارې مرسته غواړي چې راشئ او له ما سره مرسته وکړئ؛ په دې حالت کې تاسو زده کوونکو ته ښیئ چې پر ټولګې مو واک له لاسه ورکړی، دوی به هیڅکله تاسو ته درناوی ونه کړي ځکه چې تاسو باید د لوړ پوړي شخص په لټه کې وئ ترڅو له تاسو سره د ټولګې په تنظیم کې مرسته وکړي.
پرځای یې مسؤلیت منونکي اوسئ او خپله ټوله هڅه وکړئ ترڅو دوی آرام کړئ. په یاد ولرئ چې د ټولګي مدیریت یوه له غوره ستراتیژیو څخه دا ده چې خپلو زده کوونکو ته ووایاست چې کار یې ناسم و، خو په هیڅ صورت پر زده کوونکو شخصي برید مه کوئ.
دوی ته ووایاست چې زه ستاسو له دې چلند څخه خوښ نه یم ترڅو زده کوونکي پوه شي چې تاسو یې خوښوئ، خو د دوی دا چلندونه نه شئ زغملئ.
په لاندنۍ ویډیو کې هم د هغو تېروتنو په اړه بحث شوی چې د ټولګي د سم مدیریت نه کېدو لامل کیږي: