کوم موارد کولی شي د ښوونکي او زده کوونکو ترمنځ د قراردادي نښو په توګه ومنل شي؟ او ګټه یې څه ده؟
قراردادي نښې، هغه نښې او اشارې دي چې مونږ ټول یې هره ورځ په کور یا له کوره بهر کاروو او له دې لارې یو پیغام یا خپله غوښتنه مخاطب ته رسوو. دا نښې ډیرې ساده دي او د لومړنیو ټولګیو ښوونکي کولی شي د دې نښو مفهوم زده کوونکو ته ورزده کړي. په پیل کې کیدای شي په ورته وخت کې له نښو او کلمو څخه کار واخیستل شي. کله چې زده کوونکي له نښو سره بلد شول، بیا دې نو یوازې له نښو څخه کار واخیستل شي. کله چې دا نښې هره ورځ د ټولګي کنټرول لپاره کارول کیږي، د قراردادي نښو په نوم یادیږي.
ښوونکی به مجبور نه وي چې چغې ووهي یا زده کوونکي ووهي، ځکه چې په یوې اشارې سره پیغام زده کوونکي ته رسوي چې له هغه څخه څه تمه لري یا په هغه مواردو کې چې د ټولګي فعالیتونه داسې وي چې زده کوونکي نشي کولی د ښوونکي غږ په اسانۍ واوري، ښوونکی کولی شي له قراردادي نښو څخه کار واخلي. په دې صورت کې ښوونکی باید د دې نښو له کارولو مخکې، د هرې یوې معنی او مفهوم زده کوونکو ته بیان کړي ترڅو دوی د هرې نښې اړوند پیغام درک کړي. البته، ښوونکی کولی شي په خپل نوښت سره نورې قراردادي نښې هم رامنځته کړي او ویې کاروي.
د دې قراردادي نښو نمونې چې ډیری وختونه د لومړنیو ټولګیو زده کوونکو لپاره کارول کیږي، په لاندې ډول معرفي کیږي:
لاس پړکول: ښوونکی کولی شي د زده کوونکو د پام را اړولو لپاره په مختلفو غږونو لاس وپړکوي. د بېلګې په توګه: کله چې ښوونکی څلور ځله لاسونه پړکوي، زده کوونکي په دوه ځله لاس پړکولو سره ځواب ورکوي. دا نښه په قراردادي توګه د درس پای ته رسیدو معنی ورکولی شي.
د جرس یا زنګ وهل: د زنګ کارول کولی شي د زده کوونکو د پام راجلبولو لپاره وکارول شي. یو لنډ زنګ د دې نښه ده چې زده کوونکي خپل فعالیت ودروي او د ښوونکي خبرو ته غوږ ونیسي.
د مړوند یا لاس پورته کول: دا نښه د زده کوونکو د پام راجلبولو لپاره کارول کیږي. کله چې زده کوونکي د ښوونځي په انګړ کې وي یا په قطار کې ولاړ وي یا د لوبې په ډګر کې ورزش کوي، ښوونکی خپل لاس په دې ډول پورته کوي او زده کوونکي هم د پیغام د ترلاسه کولو په نښه خپل لاس په همدې ډول پورته کوي او آرام کیږي.
د ګوتو په مرسته نښه کول: دا ډول نښه د کوچنیو ډلو د اداره کولو لپاره کارول کیږي. د دې کار لپاره ښوونکی کولی شي ډلو ته شمیرې ورکړي او کله چې یوې ډلې ته پیغام ورکوي، د هغه ډلې شمیره په خپلو ګوتو وښيي. د بېلګې په توګه، ښوونکی کولی شي د هرې ډلې لپاره یا له ترتیب شوي ځای څخه د وتلو لپاره له دې نښې څخه کار واخلي.
مخ: یو خوشاله او بل غمجن مخ پر کارټون رسم کړئ او له چت څخه یې وځړوئ. کله چې ښوونکی د زده کوونکو له چلند څخه راضي وي، خوشاله مخ ته دې اشاره وکړي او کله چې د هغوی چلند د رضایت وړ نه وي، په خط کش سره غمجن مخ ته دې اشاره وکړي.
چوپتیا: ددې نښې په مرسته ښوونکی کولی شي د چوپتیا غوښتنه وکړي.
د مرستې کارټ: کله چې یو زده کوونکی ستونزه یا پوښتنه ولري، د خپل ځای څخه د پاڅیدو یا په لوړ غږ خبرې کولو پرځای کولی شي دا کارټ د میز په کونج کې کیږدي او ښوونکی سمدستي کله چې کارټ وویني، ورته لاړ شي او د هغه ستونزه حل کړي. د بېلګې په توګه، دا کار کولی شي د خاموشه لوستلو یا انفرادي پوښتنو حل کولو پر وخت یا د ازموینې پر وخت او یا هم نورو حالاتو کې چې لازم یې بولي، وکارول شي.