مخکې له دې چې د ټولګي مدیریت تعریف او روښانه کړو. موږ باید پوه شو چې د ټولګي مدیریت مهارتونو پوهیدل د نورو ټولو مدیریتونو په څیر، اکتسابي دي، نه ذاتي. کله چې و پوښتل شي، چې د ټولګي مدیریت څه شی دی؟ معمولاً ځواب دا وي چې: د ټولګي کنټرول، اداره او نظم ته د ټولګي مدیریت وایي. په ټولګي کې کنټرول او اداره د ټولګي مدیریت برخه کیدی شي، خو یوازې د ټولګي مدیریت معنی نه ورکوي. نو ویلای شو: د ټولګي مدیریت د زده کړې د تحقق لپاره د اړینو شرایطو رامنځته کول دي.
د دې تعریف له مخې، موږ وینو چې زده کړه یا تدریس د ټولګي مدیریت ترټولو مهمه برخه ده. دا پدې معنی ده چې که په ټولګي کې ښه نظم او کنټرول شتون ولري، خو زده کړه ترسره نشي، نو ټولګی په سمه توګه مدیریت شوی نه دی او هغه اساسي برخه چې زده کړه ده، ترلاسه شوې نه ده. نو ښاغلي ښوونکي باید دا ټکی په پام کې ونیسي چې څنګه تدریس وکړي ترڅو زده کړه ښه ترسره شي، نه دا چې یوازې خپل ټول پام د ټولګي پر ارامه ساتلو متمرکز کړي.
اوس ګران ښوونکي کیدای و پوښتې چې څنګه زده کړه ترسره کیږي ترڅو موږ وکولی شو ټولګي ښه مدیریت کړو؟
په لومړي ګام کې، ښوونکی باید د ټولګي چاپیریال له ویرې لرې وساتي ترڅو د زده کړې لپاره زمینه برابره کړي او هڅه دې وکړي چې په ټولګي کې ننګونې رامنځته کړي. ننګونه پخپله د پرمختګ لپاره د تخنیکي (پېداګوژیک) حل لارو په لټه کې یو ډول سیالي ده ترڅو د زده کړې ستونزې حل شي او پرمختګ رامنځته شي. ځکه چې زده کړه له ننګونو سره ډېرېږي او له ګواښونو سره کمیږي. له همدې امله، ټولګی باید د زده کونکو لپاره ننګونکی وي، نه ویروونکی او ګواښونکی. کله چې د ټولګي چاپیریال د زده کوونکي لپاره خوندي او آرام نه وي، زده کوونکی نشي کولی په رواني او فزیکي توګه خپل حواس د ښوونکي پر درس متمرکز کړي. ځکه هغه ویره چې په زده کوونکي کې رامنځته شوې، د هغه حواس یې ګډوډ کړي او هغه یې له زده کړې په بشپړه توګه راګرځولي.
له تېروتنې ویره چې ګواښ او سپکاوی به ورسره وي، د زده کوونکي په درس کې د فعال ګډون مخه نیسي، پداسې حال کې چې ډیری ښوونکي فکر کوي چې څومره ویره په ټولګي کې حاکمه وي، هماغومره زده کوونکی ډیر زده کړه کوي او دا مفکوره په بشپړه توګه د تدریس میتودونو سره په ټکر کې ده. نو په لومړي ګام کې ګران ښوونکی باید هڅه وکړي چې یو خوندي او دوستانه چاپیریال رامنځته کړي ترڅو تدریس په اسانۍ او د زده کوونکو په فعال ګډون سره ترسره شي. په هغه ټولګي کې چې تدریس په خوندي چاپیریال کې ترسره کیږي، په داسې ټولګي کې د زده کړې شونتیا ډیره وي.
ګران ښوونکی باید په ټولګي کې ځان یو حاکم ونه ګڼي او له زده کونکو او پیښو څخه جلا نه وي چې په ټولګي کې تیریږي، بلکې باید ځان په ټولو پیښو کې ښکیل وګڼي او له زده کوونکو سره یو ځای وي، نه د زده کوونکي پر وړاندې. کله چې ښوونکی په ټولګي کې له زده کوونکو سره وي او د لارښود دنده لوبوي، زده کوونکی کولی شي د ښوونکي پوښتنې ښه ځواب کړي یا په درس کې فعال رول ولري او یا هم په اسانۍ سره هر هغه پوښتنه چې د درس په اړه یې په ذهن کې تیریږي،وپوښتني. کله چې ښوونکی ځان په ټولګي کې شریک وګڼي، د بېلګې په توګه وښیي چې په هغه کار کې چې کوي یې علاقه لري او پر خوله یې د رضایت مسکا وي او په لیوالتیا سره خبرې کوي، په ټولګي کې مثبت چاپیریال رامنځته کیږي.
له بده مرغه، یوه له هغو ستونزو څخه چې لیدل شوې ده، دا ده چې ځینې ښوونکي له بدلون څخه ویره لري. دوی فکر کوي چې نوښت یا په چلند او میتود کې بدلون، یوه بې اهمیته موضوع ده، پداسې حال کې چې د نویو لارو او میتودونو تجربه کول بې ګټې ندي. د بېلګې په توګه، که مونږ نوې لاره غوره کړو، یا به ګټوره وي او یا به پوه شو چې زموږ په ټولګي کې کارنده نده. په پایله کې مو هیڅ له لاسه ندي ورکړي.
یوه بله پدیده چې ډیره لیدل شوې ده، دا ده چې ځینې ښوونکي فکر کوي په چغې وهلو، غوسه کولو، ګواښلو او وهلو ټکولو سره کولی شي د زده کوونکي پام درس ته راجلب کړي یا یې اطاعت ته مجبور کړي، پداسې حال کې چې د زده کوونکي د مطیع کولو لپاره مناسبې لارې چارې شتون لري. د بېلګې په توګه، هغوی ته په درس کې برخه ورکول. که ښوونکی له زده کوونکي وغواړي چې له هغه وروسته درس تشریح کړي یا د خپل مفهوم یا برداشت لنډیز ووایي، زده کوونکی به سرغړونه ونه کړي. یا دهم د بېلګې په توګه، په ګروپي کړنه کې ورته یو مشخص رول ورکړي لکه «د ګروپ مشر»، په داسې شرایطو کې زده کوونکی د ښوونکي له دستوراتو سرغړونه نه کوي.
ګرانو ښوونکو! د تدریس د نویو میتودونو کارول یا په تدریس کې بدلون راوستل آسانه کار نه دی، خو په هڅو او زیار سره کولی شو بریالي شو.
په لاندنۍ ویډیو کې هم د ټولګي مدیریت په اړه توضیحات ورکړل شوي دي: