زده کړه هغه پروسه ده چې نوې یا موجوده پوهه، چلندونه، وړتیاوې یا ټاکنې په ترتیب سره درک کیږي، پیاوړي کیږي او سمېږي، چې ښایي د معلوماتو په ترکیب، د پوهې په ژورتیا، چلند یا رفتار کې د تجربو د نوعیت او پراختیا په پام کې نیولو سره د یو بالقوه بدلون لامل شي. د زده کړې بهیر د وخت په تیریدو سره د زده کړې ګراف تعقیبوي. زده کړه په ناڅاپي توګه نه ترسره کیږي، بلکې د مخکینۍ پوهې پر بنسټ وده کوي. پر همدې بنسټ، زده کړه د یو بهیر په توګه تعریف کیدی شي، یعني زده کړه د پوهې، د ترسره کولو طریقې او د واقعیت پر بنسټ د تفسیر مجموعه ده. زده کړه په پای کې د بدلونونو لامل کیږي چې معمولا دایمي وي.
په افغانستان کې معمولاً زده کړه بل تعریف لري چې، د مطالبو د یادولو یا حفظ کولو څخه عبارت ده. دا ډول طریقه دودیزه ده او په جوماتونو او ښوونځیو کې په پراخه کچه لیدل کیږي. په ښوونځیو کې عموماً د ښوونکو تمه له زده کوونکو څخه د مطالبو یادول دي چې دا ډول طریقه له پورته ذکر شوي تعریف سره سمون نه خوري. له همدې امله ویلی شو چې د مطالبو یادول زده کړه نه ده او دا یوه ډیره ساده طریقه ده چې ښوونکي غواړي د دې طریقې په کارولو سره له کاري بار څخه ولي سپک کړي. ښوونکي باید له څو طریقو څخه کار وانه خلي، ځکه د ارواپوهنې له نظره د مطالبو یادول د هغوی له پوره پوهیدو څخه اسانه دي او د زده کړې له نظره هم زده کوونکی د مطالبو حفظ کولو ته اړ ایستل اسانه دي. د بېلګې په توګه، د وړتیا رامنځته کول د مطالبو په اړه قضاوت او ارزونه ده. له همدې امله، د زده کړې په کچه کې د پیچلتیا زیاتوالی د دې لامل کیږي چې د زده کړې او زده کوونې بهیر هم ورسره سم ستونزمن شي. برسیره پردې، هغه زده کوونکي چې د درسي مطالبو پر یادولو مکلف دي، د مطالبو د تحلیل او تجزیې ډیره لږه وړتیا لري او یوازې د طوطي په شان کلمې او جملې تکراروي. لکه څنګه چې نن سبا په ټولنه کې وینو تر دې چې زموږ ځینې لوستې او با تعلیمه کسان هم د یوې موضوع د تحلیل وړتیا نه لري او یوازې هماغه شان چې اوریدلي یې دي تکراروي او باور پرې کوي، تر دې که د خپل منطق خلاف یې هم وي.
له بده مرغه، یو له هغو عواملو څخه چې زده کوونکي هڅوي ترڅو موضوعات د طوطي په شان حفظ او بیان کړي، د هغو پوښتنو ځوابول دي چې زده کوونکي یې باید په ازموینپاڼه کې د کتاب عین کرښې، د خپلو قدرمنو ښوونکو لپاره ولیکي، که نه نو د زده کوونکي لخوا د ځواب په لږ بدلون او تحلیل سره به د نمرې وړ نه وي.
جان کرول باور درلود چې د زده کوونکو په استعداد کې توپیر په وخت پورې اړه لري او په حقیقت کې، استعداد له هغه مودې څخه عبارت دی چې یو زده کوونکی د درس د بشپړې زده کړې او تسلط لپاره ورته اړتیا لري. له همدې امله، که زده کوونکي د زده کړې لپاره کافي وخت ولري، کولی شي پر درس مسلط شي او هغه په پوره توګه زده کړي. د دې طریقې په پلي کولو سره، به بیا هیڅ کمزوری زده کوونکی شتون ونه لري او ټول زده کوونکي به په ښو نمرو او له یو بل سره په مساوي کچه بریالي شي. د وخت د عامل سربیره به د زده کړې طریقه هم چټکه شي. کرول په دې باور دی چې د زده کړې کچه په پنځو عواملو پورې اړه لري چې درې لومړني عوامل یې زده کوونکي پورې او دوه نور عوامل ښوونکي پورې اړه لري، دا عوامل عبارت دي له:
په تېر کې، ښوونکی په دودیز ډول، په زده کړې کې ترټولو مهم عامل وو، مګر نن سبا ښوونکی نور نشي کولی د زده کوونکي پر ځای کار وکړي. زده کړه د زده کوونکي په مغز او ذهن کې پیښیږي، نه د ښوونکی په ذهن کې. هغه یوازې د زده کړې شرایطو په چمتو کولو سره کولی شي د زده کوونکي زده کړې ته سهولت برابر کړي او بیا زده کوونکی باید پخپله دا لاره مخکې بوزي. له همدې امله، زده کوونکی باید د مطالعې مهارتونه په زده کړې کې وکاروي، که نه نو زده کړه په سمه او اسانه توګه نه ترسره کیږي.
که څوک په زده کړې کې ډیر پرمختګ نه کوي، ښایي د هغه د زده کړې ډول ناسم وي. پدې معنی چې د زده کړي له اړین میتود سره سم زده کړه نه کوي. په عمومي توګه د زده کړې څلور میتودونه پیژندل شوي دي. د زده کړې دا میتودونه حسي غړو پورې اړه لري. دا میتودونه اوریدونکي، لیدونکي، ارتباطي او حرکتی دي. د تدریس په نویو میتودونو کې ښوونکي د نویو فعالیتونو کارولو ته هڅول کیږي. ځکه هغه ښوونکي چې په ټولګي کې څو ډوله فعالیتونه ترسره کوي، طبیعي ده چې په هغې کې د زده کړې له مختلفو میتودونو څخه کار اخلي. د مثال په توګه، که یو فعالیت یې پر اوریدونکي میتود ولاړ وي، دوېیم فعالیت یې ښایي ارتباطي او درېیم یې حرکتی وي. نو د فعالیتونو د تنوع کارول د زده کړې له مختلفو میتودونو څخه کار اخیستل بلل کیدی شي. له همدې امله غوره ده چې یو ښوونکی په خپل یو درسي ساعت کې لږ تر لږه له دوو بېلابېلو فعالیتونو څخه کار واخلي.
همدارنګه، که په ټولګیو کې د زده کوونکو شمیر ډیر زیات وي، نو سل په سلو کې د زده کړې مختلف میتودونو ته هم اړتیا لیدل کیږي او هدف دا دی چې تر ممکنه حده پورې په یوه ټولګي کې مختلف میتودونه وکارول شي ترڅو هغه زده کوونکي چې د اوریدونکي میتود پرته له نورو میتودونو څخه زده کوي، له زده کړې څخه پاتې نه شي. له همدې امله، د فعالیتونو په تنوع باندې په ټینګار سره دوه هدفونه تعقیبوو. په لومړي سر کې د ټولګي او درس فضا له یو شان والي څخه لرې کول او په بل پړاو کې د څو محدودو کسانو څخه اکثریت زده کوونکو ته د زده کړې زیاتوالی دی. هر فرد د زده کړې لپاره مختلفو طریقو او میتودونو ته مخه کوي او هغه طریقه غوره کوي چې ورته ډیره موثره وي. ځینې فکر کوي چې دوی د زده کړې یوه بریالۍ طریقه لري، دا په داسې حال کې ده چې نور باید په مختلفو شرایطو کې د زده کړې مختلفو طریقو ته مخه کړي. د دې پوښتنې لپاره مناسب ځواب نشي موندلی چې د زده کړې کوم ډول د یو شخص لپاره غوره ټاکنه ده. په هرصورت، که دې درک ته ورسیږو چې د زده کړې کوم یو ډول د یو شخص لپاره ګټور او کارنده کیدی شي، تاسو کولی شئ د اصولي تخنیکونو او فنونو په کارولو سره د زده کړې کیفیت او چټکتیا لوړه کړئ. نن ورځ تعلیمي ارواپوهان درې نور نوي د زده کړې میتودونه هم معرفي کوي چې په ټوله کې ویلی شو اووه ډوله د زده کړې میتودونه شتون لري.
په لیدیز یا بصري ډول کې، زده کوونکی هغه څه ښه زده کوي چې ویني یې. د دې لپاره د معلوماتو لوستل اړېن دي. هغه د مطالعې پر مهال ډیر یادښتونه اخلي. هغه همدارنګه د زده کړې لپاره د انځورونو، جدولونو او عکس لرونکو کارتونو کارول خوښوي. په دې ډول زده کړه کې زده کوونکو ډیره مطالعه کوي. که یو زده کوونکی هغه درسونو ته ترجیح ورکوي چې په بصري توګه ورکول کیږي، شوني ده چې هغه دې د لیدیز زده کړې ډول لرونکو کسانو په ډله کې وي، پاتې دې نه وي، چې ډیری خلک په دې کټګورۍ کې راځي. دا خلک د معلوماتو ترلاسه کولو او ښه زده کړې لپاره د کتاب سربیره انځور او ویډیو ته اړتیا لري. کله چې معلومات د ویډیو، پروجکټور، سپینې تختې او حتی د کاغذ یوه ټوټې له لارې د دې خلکو تر سترګو شي، د دوی د زده کړې ځواک د پام وړ زیاتیږي. دوی د پراخو او تفصیلي یادښتونو اخیستو ته ډیره لیوالتیا لري او ډیر وخت په درسي کتابونو کې لیکل شوي معلوماتو ته په بیا کتنې بوخت وي. کله چې دوی غواړي یوه موضوع درک کړي یا یو څه په یاد وساتي، د انځورونو او رسمونو په کښلو پیل کوي. د لیدیزو زده کوونکو لپاره، له شک پرته د انځور، عکس، رنګ، شکل او نورو بصري پدیدو کارول په زده کړې، ازموینې لپاره چمتووالي او د مطالعې په بهیر کې خورا موثر او ګټور وي. هڅه وکړئ چې د امکان تر حده د متن پرځای عکس وکاروئ. د مفاهیمو د ښه درک لپاره ډیاګرامونه او شکلونه رسم کړئ او یا د مهمو پړاوونو او کلیدي اړیکو د یاد ساتلو لپاره یو بصري سناریو ډیزاین کړئ.
په سمعي یا اوریدونکي ډول، هغوی هغه څه زده کوي چې ښه یې اوري. د بېلګې په توګه: دوی سندرې ښه په یاد ساتلی شي. د لوست پر مهال دوی له ځان سره خبرې کوي، او کلمې په لوړ غږ لوستلو سره زده کوي. دا طریقه له ځانه سره لوستل دي. هغه کسان چې په دې کټګورۍ کې راځي د مطالبو د ښه زده کړې او درک لپاره کنفرانسونو، ویناوو، ثبت شویو غږونو او ورته نورو لارو ته ترجیح ورکوي. لیدیز زده کوونکي ډیر په کتاب لوستلو او ویډیو کتلو پسې وي او اوریدیز زده کوونکي د کنفرانسونو په حاضرېدو او ثبت شویو کتابونو (غږ) اوریدلو ته ډیره لیوالتیا ښکاره کوي. که ستاسو زده کوونکي هم په اوریدونکي طریقه ښه زده کوي، له شک پرته د غږیزو آلاتو، اوریدیزو تخنیکونو، غږ، او شعر شاملول کولی شي د دوی د مطالعې او زده کړې په بهیر کې د پام وړ اغیزه ولري. د پروسو او سیسټمونو د ښه انځورولو لپاره کولی شئ له غږیزو فایلونو څخه ګټه واخلئ.
شفاهي زده کړه هم د زده کړې یو موثر ډول دی او اړینه ده چې دا د زده کړې طریقه په زده کوونکو کې پیاوړې شي. په شفاهي زده کړه کې خبرې کول او لیکل شامل دي. زده کوونکي د خپلو احساساتو په بیانولو او لیکلو کې ډیر مهارت لري. دوی د لوستلو او لیکلو مینه وال دي او د موسیقۍ، سندرو، ستونزمنو کلمو د تلفظ او سپینو شعرونو له اوریدلو خوند اخلي. دوی دلغاتونو پراخه زیرمه لري، د کلمو د معنی او مفهوم په موندلو کې ډیره لیوالتیا ښیې او کولی شي په اسانۍ سره نوې کلمې خپلو لغتونو ته اضافه کړي. شفاهي زده کوونکي باید هغو تخنیکونو ته مخه کړي چې د خبرو کولو او لیکلو دواړه مهارتونه پکې شامل وي. په لوړ غږ د درسي مطالبو بیاکتنه د هغو لارو څخه ده چې د داسې کسانو لپاره د معلوماتو یاد ساتل اسانه کوي.
لغت محوره تخنیکونه لکه د ډرامې لیکل او د خبرونو په څیر د مطالبو لوستل، د بریالیو ستراتیژیو په ډله کې دي چې د شفاهي زده کوونکو ذهن پیاوړی کوي او هغوی ته د مطالبو په یاد ساتلو کې مرسته کوي.
په دې میتود کې زده کړه د عملي تمرینونو او جسمي حرکت له لارې ترسره کیږي. دوی (د عمل له لارې زده کړه) ډول غوره ګڼې او غواړي هرڅه تجربه کړي. دوی د لوست پر مهال فزیکي فعالیت خوښوي. دوی تیوري نه خوښوي، او یوازې تجربه ورته مهمه ده. دا ډول کسان کله چې په خپله کار پیل کړي او د عملي تمرینونو او جسمي حرکت له لارې معلومات ترلاسه کړي، غوره پایله ویني. دوی باید هرڅه پخپله تجربه کړي. جنبشي زده کوونکي په عملي ټولګیو او لابراتوارونو کې بې ساري دي او ښه ځلیږي. که ستاسو زده کوونکي هم له دې ډلې خلکو څخه وي، جسمي حرکت، عملي تمرینات او له نږدې شیانو لمس کول له پامه مه غورځوئ، ځکه چې دا لارې ستاسو په ټولګي کې د زده کړې په بهیر مثبت اغیزې لري.
په دې ډول زده کړه کې زده کوونکي خبرو اترو او بحث ته ترجیح ورکوي. دوی یو له بل سره اړېکه او خبرو اترو ته اړتیا لري. دوی په ټولګي کې ډیرې پوښتنې کوي او په ډله ایزه توګه ښه زده کړه کوي. هغه کسان چې په ریاضي کې فوق العاده استعداد لري او د پیښو په تحلیل او استدلال کې بې ساري او د ستاینې وړ مهارتونه ښیې، په دې کټګورۍ کې راځي. دوی ډیر ژر د بېلګو شتون درک کوي او د هغو معلوماتو ترمنځ د اړیکو په ټینګولو کې حیرانونکې وړتیا لري چې د نورو له نظره په بشپړه توګه بې اړیکې دي. استدلالي زده کوونکي د مطالبو د یاد ساتلو لپاره په لومړي ګام کې معلومات طبقه بندي او تنظیموي. بیا د هغوی ترمنځ اړیکې رامنځته کوي. که غواړئ د خپل ټولګي د زده کړې ځواک لوړ کړئ، باید هغه مفهوم او منطق چې په تدریس کیدونکي مطلب کې پټ دی ولټوئ. یوازې پر حفظ کولو بسنه مه کوئ، د موضوعاتو ترمنځ اړیکې پیدا کړئ او ډاډ ترلاسه کړئ چې ټول جزئیات زده کوونکو درک کړي دي.
د دې کسانو شفاهي او لیکلي مهارتونه عالي دي. دوی له نورو سره له کومې ستونزې پرته اړیکې ټینګوي او خبرې کوي او په اسانۍ سره د نورو لیدلوري او نظرونه درک کوي. که زده کوونکي په ټولګي کې د خپلو نظریاتو په بیانولو کې کومه ستونزه ونه لري، په ډله ایزه توګه د مسایلو پر حل باور ولري او په ټولیز ډول له نورو سره له کار کولو خوند اخلي، ډیره شونې ده، چې په ټولنیزو زده کوونکو کې شامل وي. په دې صورت کې باید ورسره د ډله ایزو کارونو لپاره فرصتونه ولټوئ.
دا ډول کسان دا غوره ګڼې چې په خاموش او یوازې چاپیریال کې خپل کار پرمخ بوزي. دوی د مسایلو حل کولو او لوست لپاره پر نورو تکیه نه کوي. انفرادي زده کوونکي هرکله د خپلې زده کړې میتودونه او مراحل تحلیل او تجزیه کوي ترڅو له خپلو کمزورو او پیاوړو ټکو خبر شي. دوی یوازې کار کول ډیر خوښوي، ښایي ساعتونه د یوې ستونزمنې او پیچلې مسلې په حل کې تیر کړي، خو په اسانۍ سره د مرستې لپاره نورو ته نه ورځي. په هرصورت، انفرادي زده کړې ډول کولی شي د زده کوونکو لپاره خورا ګټور او موثر میتود وي. که غواړئ د خپل ټولګي زده کړه لوړه کړئ، تر هرڅه مخکې باید د خپلو زده کوونکو ځانګړی د زده کړې ډول وپېژنئ.
باید پوه شو چې هر فرد د زده کړې لپاره د پورته میتودونو ترکیب کاروي. ښایي داسې هیڅوک نه وي چې یوازې د زده کړې له یو ډول میتود څخه کار واخلي. له همدې امله، که له ټولو حسي غړو څخه کار واخیستل شي، زده کړه به ښه ترسره شي او مغز به په مختلفو لارو فعال شي او نوي مطالب به ښه ذخیره کړي. په پایله کې، د زده کړې د کچې لوړولو او له ټولو حسي غړو څخه د کار اخیستلو لپاره باید مختلف فعالیتونه ترسره شي، لکه: ښوونکی یو ځل درس ولولي (۵ دقیقې) (شفاهي ډول)، په بل ګام کې له زده کوونکو وغواړي چې دا موضوع په انفرادي ډول ولولي او خپل برداشت ووایي (۱۰ دقیقې) (انفرادي ډول)، او د زده کوونکو له تشریح وروسته پخپله د بیلګو او انځورونو په مرسته موضوع په مفصله توګه تشریح کړي (۱۰ دقیقې) (لیدیز او شفاهي میتود). په بل ګام کې له زده کوونکو وغواړي چې د درس مهم ټکي له ځانه سره یادښت کړي او بیا ډله ایز فعالیت ترسره کړي او په هغه فعالیت کې هر ګروپ د موضوع اړوند خپل شخصي نظرونه وړاندې کړي (۲۰ دقیقې) (لمسي، ډله ایز او استدلالي میتود). نو وینو چې په اسانۍ سره په ۴۵ دقیقو درسي ساعت کې کولی شو مختلف فعالیتونه ترسره کړو او ټول حسي غړي په کار واچوو.