هیڅ کړنه یا فعالیت د منظم او مخکې چمتو شوي پلان پرته مثبت او مطلوبې پایلې ته نه رسیږي. ورځنې، میاشتنې او کلنې درسې پلانونه د ښوونې او روزنې وزارت لخوا چمتو شوي نصاب پر بنسټ چمتو کېږي. د درسي پلان چمتو کولو لپاره په یو تعلیمي کال کې د درسي ساعتونو شمیر پېژندل ډیر اړین دي. د تعلیمي کال د ورځو شمیر د هر کال په پیل کې د ښوونځیو ادارو لخوا ښوونکو ته اعلانیږي ترڅو دوی یې پر بنسټ خپل کلني او میاشتني درسي پلانونه تنظیم کړي. کله چې د ښوونکي کلنی او میاشتنی پلان بشپړ شي بیا د ښوونځي ادارې لخوا کتل او تاییديږي.
کلني او میاشتني پلانونه په عمومي توګه د تعلیمي کال په پیل کې چمتو کیږي، مګر د ورځني پلان چمتو کولو لپاره ښوونکی مکلف دی چې هره ورځ خپل درسي پروګرام پلان کړي او پر بنسټ یې تدریس وکړي. ورځنی پلان هره ورځ د مدیر، تدریسي مرستیال، یا اړوند سرمعلم لخوا م کتل کیږي او پر بنسټ یې معلومیږي چې د ښوونکي پلان تر کومه رسیدلی او کوم پروګرامونه یې د پلي کولو لپاره په پام کې لري. د درسي پلان چمتو کولو په جریان کې، ښوونکي باید د کتاب موضوعاتو ته پوره پاملرنه وکړي ترڅو د اسانه موضوعاتو په پرتله نسبتاً ستونزمنو موضوعاتو ته ډیر فرصت ورکړي. دبیلګې په توګه، د کتاب د لومړي څپرکي د تدریس لپاره چې زده کوونکي تازه ورسره مخ کیږي، باید هڅه وشي چې په پوره ځیرتیا او کافي هڅو سره تدریس مخکې یوړل شي ترڅو د درسونو د دوام لپاره زده کوونکو ته یوه اړینه انګیزه رامنځته شي.
د مهال ویش او درسي ساعتونو په تنظیم کې د ښوونځیو ادارې او ښوونکي باید پاملرنه وکړي چې نسبتاً ستونزمن مضامین داسې تنظیم شي چې په یوه تعلیمي ورځ کې څو پرله پسې مضامین یا ټول ستونزمن مضامین تنظیم نه شي. یو شمیر درسي مضامین ممکن یوازې په ټولګي کې تدریس نه شي، بلکې د غوره تدریس لپاره د ټولګي ځای بدلولو ته اړتیا ولري، لکه کتابتون، ورزشي میدان، لابراتوار، د ښوونځي باغچې یا د ښوونځي انګړ ته تلل. قدرمن ښوونکي باید دې موضوع ته پوره پاملرنه وکړي. د بېلګې په توګه د ورزش د درس عملي کول په ټولګي کې د زده کوونکو لپاره د ځینو نظري مواردو پرته، د منلو وړ نه دي؛ دوی لیوالتیا لري چې ورزش په ورزشي میدان کې وکړي، یا د کیسو کتابونو لوستلو او مطالعې لپاره باید زده کوونکي د ښوونځي کتابتون ته بوځي.
باید یادونه وشي چې ممکن ځینې ښوونځي د عملي فعالیتونو ترسره کولو لپاره اړین تجهیزات لکه ورزشي میدان ونه لري، په دې حالت کې لږ تر لږه ځینې ساده فعالیتونه لکه د سپورت په ساعت کې منډه وهل یا جمناستیکي لوبې ترسره کیدی شي، ځکه چې دا د زده کوونکو د ښه روغتیا لپاره اړین دي.
لکه څنګه چې مخکې یادونه وشوه، د مخکینې ترتیب شوي پروګرام پرته به تدریس یو نیمګړی او بی پایلې کار وي او ښوونکی او زده کوونکي به خپل ټاکل شوې هدف ته ونه رسیږي. له همدې امله، په ورځني درسي پلان کې، ښوونکی باید د خپل درسي ساعت ټولې کړنې په ترتیب سره ولیکي او پر بنسټ یې خپل درس پرمخ بوزي. د چمتووالي پرته ټولګي ته تګ، د کتاب خلاصون او د زده کوونکو په مرسته د درس موندل د دې لامل کیږي چې ښوونکی ونکړای شي اړین درسي مواد او هغه ستونزې چې ښايي د درس په جریان کې ورسره مخ شي، اټکل کړي.
په یوه ورځني پلان کې، د درسي ساعت لومړنۍ دقیقې د سلام او احوال پوښتنې، د ټولګي د زده کوونکو د نظافت کتنې، څو نورې دقیقې د کورنۍ دندې کتنې او پر تېر درس بیا کتنې، او د ساعت پاتې برخه د نوي درس پلي کولو او ارزونې ته ځانګړې کیږي. ښوونکی باید ټولګي ته له ننوتلو مخکې له ځان څخه وپوښتي چې نن د تدریس لپاره څومره چمتووالی لري او کوم موضوعات یې د تدریس لپاره په پام کې نیولي دي. د درسي کتاب یوه نسخه د ښوونکو لپاره اړینه ده ترڅو ټولګي ته له ننوتلو مخکې د خپل ورځني پلان موضوعات یې پر بنسټ چمتو کړي او همدارنګه د هغې ورځې پر درس هم یوه کتنه ولري.
د تدریس د پړاوونو منظم پلي کول د ښوونکې سره مرسته کوي ترڅو درس د زده کوونکو لپاره ستړی کوونکی نه شي او په دې توګه انګیزه هم په ښه توګه رامنځته شي. هغه ښوونکي چې نوي ټاکل شوي دي او له علمي یا پیډاگوژیکي پلوه ځینې ستونزې لري، ډیره ښه به وي چې د مدیر، تدریسي مرستیال، یا ښوونځي له سرمعلم پرته، له خپلو مجربو همکارانو څخه هم مرسته وغواړي ترڅو هم پخپله له تجربې پلوه بشپړ شي او هم زده کوونکو ته ښه تدریس وکړي. د ښوونکې لخوا ځان ارزونه کولی شي د یو ښوونکې د تجربې له پلوه د بشپړیدو لپاره خورا موثره وي. قدرمن ښوونکي کولی شي د هر درسي ساعت یا یوې تعلیمي ورځې په پای کې لږ څه له ځان سره فکر وکړي چې نن یا په دې درسي ساعت کې یې څنګه تدریس کړی او یا په تدریس کې یې کومې نیمګړتیاوې وي، چې د تدریس په جریان کې د خنډ لامل شوې دي. د پخوانیو درسونو شته ستونزې یا په پخوانیو درسونو کې ګټور فعالیتونه باید د ښوونکی لخوا په یوه یادښت کې ولیکل شي ترڅو په راتلونکو فعالیتونو کې سم شي یا ګټه ترې پورته شي. د درسي مضامینو سربیره د تدریس د څرنګوالي په اړه جانبي مطالعه یوه بله لاره ده چې قدرمن ښوونکي کولی شي پر مرسته یې پر خپلو ستونزو بریالي شي، لکه د هغو کتابونو مطالعه کول چې د افرن لخوا د غوره تدریس په اړه چاپ شوي او په همکارو ښوونځیو کې شتون لري.