تدریس یوه له ننګوونکو او په عین حال کې له زړه راښکونکو دندو څخه دی چې یو شخص یې انتخابولی شي او په دې برخه کې مسلکي کېدی شي. له بلې خوا، دا د پوهاوې پوره فعالیت دی چې د ځانګړو اهدافو پر بنسټ شکل مومي. دا هغه کړنه ده چې، په هغه کې د بریالیتوب لپاره، تر هر څه دمخه باید د مخاطب پېژندنه جدي ونیسئ او هڅه وکړئ چې د هغوی باور جلب کړئ.
په بل عبارت، تدریس د ښوونکي او مخاطب ترمنځ متقابل عمل یا چلند دی چې د یو منظم او هدفمند پلان پر بنسټ رامنځته شوی.
د دې لپاره چې خپل تدریس په ښه توګه پیل کړئ، باید لاندې ټکي په یاد ولرئ:
د تدریس د پیل لپاره، لومړی خپل هدف وټاکئ او بیا یو تعلیمي پلان جوړ کړئ. له مناسبو سرچینو څخه کار واخلئ او د تدریس مختلف میتودونه و ازموئ ترڅو مطالب ښه درک شي. همدارنګه، له زده کوونکو سره اړیکې پیاوړې کړئ او له نظریاتو یې ګټه واخلئ.
د یو درس په جریان کې د فعالیتونو بېلابېل ډولونه شتون لري، لاندې د ځینو زده کړیزو میتودونو او فعالیتونو ته د هغوی د ګټو او زیانونو په پام کې نیولو سره اشاره شوې ده.
په دې حالت کې، ښوونکی پوهه او معلومات زده کوونکو ته لیږدوي. ښوونکی د ټولګي پر وړاندې ولاړ وي او درس په ویناییزه (شفاهي) بڼه او د تختې پر مخ د بیلګو په لیکلو سره تشریح کوي. زده کوونکي درس ته غوږ نیسي او د ښوونکي پوښتنې ځوابوي. د دې حالت ښه والی دا دی چې ښوونکی کولی شي ټولګی ښه اداره کړي او هغه زده کوونکي چې درس ته پام نه کوي ژر پیژندل کیږي. همدارنګه ښوونکی کولی شي د زده کوونکي د پرمختګ کچه وپیژني، مګر د دې حالت نیمګړتیا دا ده چې یو شمیر زده کوونکي درس ته پام نه کوي او په درس کې ګډون نه کوي. په دې حالت کې ستونزمنه ده چې پوه شو کوم زده کوونکي پر درس پوه شوي او کوم یو پرې نه دی پوی شوی. په ټوله کې په درس کې یوازې فعال زده کوونکي برخه اخلي، باید له کمزورو یا عاجزو زده کوونکو څخه هم پوښتنې وشي. د بیلګې په توګه: د لومړي ټولګي له زده کوونکو سره د متن د لوستلو له برخې، یو توری زده کوونکو ته وښایئ او له هغوی وغواړئ هغه کلمې چې په همدې توري پیلېږي ووایي.
په دې حالت کې ښوونکی یو تمرین پر دړه لیکي چې زده کوونکي یې باید په خپلو کتابچو کې ولیکي، یا له کتابه یو فعالیت ورته ټاکي. وروسته له دې چې د تمرین د ترسره کولو لپاره وخت ورکړل شو، یو ډله ایز سمون د ښوونکي لخوا ترسره کیږي. دا مهمه ده چې یوازې د تمرین څخه په ترلاسه شوې سمې پایلې خوښ نه شو، بلکې له زده کوونکو څخه وغوښتل شي چې څنګه یې ځواب ترلاسه کړی او یا دا چې په کومو نورو لارو کولی شو ځواب ترلاسه کړو. بله نقطه دا ده چې غلط ځواب تحلیل او تجزیه کړو او همدارنګه تشریح کړو چې ولې ځواب غلط دی یا ولې په دې طریقه سم ځواب نشو ترلاسه کولی. د دې حالت ګټه د ټول ټولګي ارامي ده ځکه چې ټول زده کوونکي باید لیکلی تمرین ترسره کړي. مګر زیان یې دا دی،هغه توضیحات چې د تمرین د سمولو په جریان کې ورکول کیږي شاید ځینې زده کوونکي پرې ونه پوهیږي.
د بېلګې په توګه: د درېیم ټولګي ریاضی سره انفرادي کار، ښوونکی له زده کوونکو غواړي چې د ضرب عملیه چې پر دړه لیکل شوې ده، په خپلو کتابچو کې ولیکي او حل یې کړي. همدارنګه ښوونکی کولی شي له یوه زده کوونکي وغواړي چې پوښتنه په تخته حل کړي او د حل مراحل یې تشریح کړي. د اړتیا پر وخت، باید ټول یې په خپلو کتابچو کې تصحیح کړي.
زده کوونکي پوښتنو ته وهڅوئ او وښایئ چې د هرچا پوښتنه مهمه ده.
زده کوونکي ته باید پوره وخت ورکړل شي ترڅو فکر وکړي او ځواب ووایې. تر هغه وخته چې زده کوونکي د پوښتنې ځواب نه وي ورکړی او خپله خبره یې نه وي بشپړه کړې، له لارښوونې ورکولو ډډه وکړئ، ځکه په دې حالت کې د هغه د فکر بهیر پرې کوئ.
سربیره پردې، پوښتنې باید د درسي موضوع سره سم په مناسبه بڼه وپوښتل شي. دا بندیز چې پوښتنې دې حتماً تشریحي وي ونه لګول شي او له هو/نه یا لنډ ځواب دې ډډه وشی، مګر دا په حقیقت کې مهمه ده چې پوښتنې ته د ځواب ډول ته اهمیت ورکړل شي، د بېلګې په توګه، که ځواب ناسم وي، باید داسې توجیه وشي چې د زده کوونکي د شرمیدو لامل نه شي.
په دې حالت کې ښوونکی د ټولګي زده کوونکي په ډلو ویشي ترڅو په یوه نسبتاً ستونزمنه موضوع باندې یوځای کار وکړي. د فعالیت ډول باید داسې وي چې په یواځې ډول یې ترسره کول اسانه نه وي، بلکې یوځای فکر کولو ته اړتیا ولري. د دې کار په پایله کې، د مختلفو ډلو لخوا ترلاسه شوي ځوابونه باید یو له بل سره پرتله شي او یوه سمه او د ټولو منل شوې پایله ترلاسه شي. ښوونکی باید پاملرنه وکړي چې ټول زده کوونکي په فعالیت کې برخه واخلي او د غړو په ترکیب کې توازن په پام کې ونیول شي. دا ډول فعالیتونه هغه وخت امکان لري چې ښوونکی خپل زده کوونکي ښه وپیژني. ښوونکی باید تمرین په ښه او سمه توګه چمتو کړي. دا ډول تمرین ډیر وخت نیسي، د بېلګې په توګه د ټولګي تنظیم او د درس تشریح چې اکثراً ترسره کول یې ستونزمن وي. پردې سربیره، زده کوونکي لوړې خبرې کوي، له همدې امله ټولګی ډیر شور ماشور لري، خو حاصل شوې پایله یې د پام وړ ده.
د بېلګې په توګه د دوېیم او درېیم ټولګي ریاضی ډله ایز کار، د یو شي شمیرل لکه د لوبیا دانې یا بل څه. زده کوونکي د شمیرلو له بشپړیدو وروسته، شمیره پر خپلو پاڼو لیکي او د ډله ایز کار د وخت په پای کې یې پایله په ټولګي کې له نورو سره شریک کیږي.
په دې طریقه کې، موخه دا ده چې زده کوونکي د زده کړې په بهیر کې فعال او ځواکمن وي، د بېلګې په توګه، زده کوونکي په فعاله توګه د زده کړې په بهیر کې برخه واخلي یا هر زده کوونکی وکولی شي د خپلو تجربو، معلوماتو او درک پر بنسټ په زده کړه کې رول ولوبوي.
په دې طریقه کې د زده کوونکي خپلواکي د زده کړې ترټولو مهمه برخه ده. البته، کله چې له ښوونکو سره په ټولګي کې د زده کوونکي د خپلواکۍ په اړه خبرې کیږي، دوی فکر کوي چې د زده کوونکي له خپلواکۍ څخه موخه دوی ته پوره آزادي ورکول دي، نه! دا فکر سم نه دی او د زده کوونکي له خپلواکۍ څخه موخه دا ده چې هغه وکولی شي په آزاده توګه هره پوښتنه چې د درس په اړه یې لري یا خپلې علاقې، اړتیاوې او درک له وېرې پرته څرګند کړي. په فعاله طریقه کې ښوونکی ډیر د لارښود رول لوبوي. البته، هیڅ طریقه په پوره توګه غیر فعاله نه ده. د بېلګې په توګه: د وینا په طریقه کې ښوونکی فعال او زده کوونکي ظاهراً غیر فعال دي، خو په حقیقت کې، ذهني فعال دي ځکه چې د ښوونکي خبرو ته غوږ نیسي او د مطالبو په اړه فکر کوي او یادښت اخلي.