پوښتنه: څنګه هغو زده کوونکو ته درس ورکړو چې چلندي ستونزې لري او یا قهرجن دي او یا هم هغه چې د خپل مور او پلار خبرو ته درناوی نه لري، څنګه یې مدیریت کړو؟
ځواب: کله چې یو زده کوونکی ډیری وخت قهرجن او غوسه ناک وي، لامل یې دا وي چې هغه پر ځان دننه ارامه نه وي، ښایي د دې لپاره چې وېره لري او یا دا چې پر درس نه پوهیږي. باید هغه ته د امکان تر حده ډاډ او تسلي ورکړو. او له داسې حالت سره یې مخ نکړو چې ځان ورته له نورو زده کوونکو سره په سیالۍ کې ښکاره شي او همدارنګه، باید ونه رټل شي.
باید ورسره د خبرې کولو هڅه کړو، کله چې په کوم کار کې بریالی شي ویې هڅوو او په ټولګي کې ورته د یو کار د ترسره کولو مسؤلیت ورکړو. زده کوونکو ته باید د دې شونتیاوي برابري کړو چې له یوه ځای څخه بل ځای ته حرکت وکړي او له دوی څخه ونه غواړو چې تل په یوه ټاکلي ځای کې کښیني. د ټولګي قوانین باید په پیل کې په روښانه ډول تشریح کړو (کولی شو دا قوانین د کال په پیل کې له زده کوونکو سره یو ځای ولیکو) او زده کوونکو ته یادونه وکړو چې د دوی غوسه د منلو وړ ده خو تاوتریخوالی په ټولګي کې منع دی. کولی شو له بلې لارې خپل احساسات څرګند کړو، کولی شو پرې وغږېږو او یا هم د رسامۍ له لارې. خو ډېره مهمه ده چې زده کوونکو ته دا ور زده کړو چې خپل احساسات وپیژني، په ځانګړې توګه: غوسه، خپګان او وېره.
باید پوه شو چې یو اندېښمن زده کوونکی په هر حالت کې د زده کړې پر مهال د ذهني فشار لاندې دی، ځکه چې پر ځان کافي باور نلري. له همدې امله هڅه کوي چې په داسې شرایطو کې قرار ونه نیسي، خپلې کورنۍ دندې نه ترسره کوي او د ارزونې پر مهال له ټولو مخکې غواړي چې له دې چاپېریال څخه ووځي او دا کار د دې لامل کیږي چې تېروتنه وکړي، آن که درس یې ښه زده کړی هم وي. دا د ناکامۍ وېره ده، په ځانګړې توګه که مونږ پرې پوه شو یا یې درک کړو.