د ارواپوهنې له نظره، باید دا تل په یاد ولرو چې د زده کړې بهیر یوازې د علمي مهارتونو زده کړه نه ده، بلکې په دې بهیر کې روحي او رواني وضعیت هم شامل دی. د دې لپاره چې دغه بهیر کې له ماشومانو سره ملتیا او مرسته وکړو، باید د احساساتو، عواطفو او زده کړې ترمنځ پیاوړې اړیکې په ښه توګه وپیژنو او په پام کې یې ونیسو.
ارواپوهنېزو څېړنو ثابته کړې چې څنګه مثبت احساسات او عواطف زده کړه په زړه پورې او خوښوونکې کوي، په داسې حال کې چې تروما او له اندېښنې ډک چاپېریالونه کولای شي رواني وړتیاوې له منځه یوسي. له همدې امله، د زده کړې په فعالیتونو کې باید د عاطفي اړخ ادغام له تجسس او خوند سره یو ځای وي. ډېره مهمه ده چې د زده کړې په بهیر کې بدن هم شامل کړو، یعني فزیکي فعالیتونو ته اهمیت ورکړو، ځکه احساسات د بدن او ذهن ترمنځ په جریان کې وي. بدن باید په ماشومانو کې بې حرکته پاتې نه شي. فزیکي یا بدني فعالیتونه که څه هم ډېر لنډ وي، کولای شي له بدن سره مرسته وکړي چې له فشار څخه ازاد شي او همدارنګه د خوند او خوښۍ په وېش کې مرسته کوي.
بدن کولای شي د رواني فشارونو څرګندوی وي، یو ماشوم کېدای شي سردرد یا نس درد ولري، دا اکثره د تشویش نښې، د احساساتو په څرګندولو کې د ستونزې نښې او حتی د ستړیا نښې کېدای شي. د دې بدني احساساتو په اړه خبرې کول اړین دي او ماشوم ته اجازه ورکوي چې د عواطفو، بدني احساساتو او افکارو ترمنځ د شته اړیکو څخه خبر شي.
لویان باید له ماشوم سره مرسته وکړي چې خپل احساسات وپېژني، ومني او د هغو سره په ښه توګه چلند وکړي. ماشوم د دغو احساساتو لېږدوونکی دی او د هغو د لېږد دنده لري.
د ټولګي چاپېریال باید داسې وي چې ماشوم له فزیکي او روانې پلوه په کې د خونديتوب احساس وکړي. دا په دې معنی ده چې باید د ماشومانو ترمنځ له پرتلې، قضاوت، ملنډو او سیالیو څخه مخنیوی وشي.
یو ماشوم باید پرته له دې چې د نورو د ملنډو لاندې راشي، تېروتنه وکړای شي، که نه نو هغه بیا د کار کولو یا خبرو کولو جرئت نه لري. باید هغه ماشومان چې بریالي کیږي، مبارکي ورته وویل شي او هغوی چې د کار کولو وړتیا نه لري، وهڅول شي. باید ومنو چې ماشومان توپیر لري او دا توپیر د ماشوم د ارزښت یا بې ارزښتۍ نښه نه ده.
د زده کړې له نظره، د زده کړې د په زړه پورې کولو او په ټولګي کې د هڅوونکي فضا د رامنځته کولو لپاره، ډله ایزو او پروژوي فعالیتونو ته باید لومړیتوب ورکړل شي، خو دا باید د دې لامل نه شي چې زده کوونکي تل د یوه مشخص کار د ترسره کولو مسؤلیت ولري یا تل ځان په یوه نقش کې وګوري. یعني هغه چې ډېر پوهیږي باید تل د ډلې د مدیریت رول ونه لري او هغه چې لږ پوهیږي یا د زده کړې ستونزه لري یا شرمېږي، باید د نورو پیروي ونه کړي. باید هغوی چې ستونزه لري ورته اجازه ورکړو څو پخپله ټاکنه وکړي، وړاندیز وکړي او وښایي چې د کوم کار د کولو وړتیا لري. کوم شی یې خوښیږي او داسې نور. له همدې امله، مونږ باید د ماشومانو په ورځني ژوند کې د داسې موضوعاتو په لټه کې شو تر څو ټول احساس وکړي چې موضوع ورپورې اړه لري او د ویلو لپاره یې په هکله خبرې لري.
پر دې سربېره، مونږ باید یوازې اکاډمیکو مهارتونو (ریاضیات، لوستل او لیکل) ته ارزښت ورنه کړو، بلکې باید نورو مهارتونو ته چې تل ښکاره نه وي، لکه د طبیعت، حیواناتو په اړه پوهه، هنري مهارتونو او ځانګړو لوبو او نورو ته هم ارزښت ورکړو. د دغو مهارتونو شریکول د هغو ماشومانو ارزښت زیاتوي چې د زده کړې ستونزه لري، په دې ډول دوی په ټولګي یا ډله کې خپل ځای مومي او د زده کړې لپاره به لږه وېره ولري.