پوښتنه: د هغو زده کوونکو لپاره چې لږ فعال ذهن لري او درس نه شي زده کولای د حل کومه لار شته ؟
ځواب: شونې ده دا یو داسې زده کوونکی وي چې ذهني وده یې محدوده یا کنټرول شوې وي، یا داسې زده کوونکی چې ژر ستړی او ستومانه کېږي، یا هم شونې ده چې پر ژور خفګان اخته وي.
ځینې زده کوونکي په ټولګي کې ستړي یا بې حوصلې کیږي چې دا ډېر لاملونه لرلای شي. مونږ کوښښ کولای شو چې زده کړه او نور فعالیتونه یو ځای ترسره کړو. کولی شو زده کړیزي کړنې په کوچنیو ډلګیو کې تنظیم کړو. د نویو شیانو زده کړه په آزاده چاپیریال کې د لوبو او مختلفو تفریحاتو سره کیدلای ترسره شي. د دې په اړه چې څوک کوم فعالیت خوښوي، د نظریاتو تبادله کولی شي ګټوره او اغیزمنه وي.
زده کوونکو ته اجازه ورکړئ چې پخپله هغه موضوع یا پروژه وټاکي چې ورسره علاقه لري او په ټولګي کې یې ترسره کړي. مونږ کولی شو د یوې داسې کړنې وړاندیز وکړو چې د هغوی د ورځنیو چارو پورې ډیر تړاو ولري.
له زده کوونکو وغواړئ هغه څه ولیکي چې دوی یې په خپل ورځني ژوند کې تجربه کوي او ټول یې په ګډه په اړه خبرې وکړو، او له ترې وغواړو چې یو نوی ژوند تصور کړي. مونږ باید کوښښ وکړو چې له دوی سره خبرې وکړو، کله چې په یوه کار کې بریالي شي، ویې هڅوو او په ټولګي کې د یو کار مسؤلیت ورکړو.
مونږ باید زده کوونکو ته په ټولګې کې د یو ځای نه بل ځای ته د تګ راتګ امکانات برابر کړو او له هغوی ونه غواړو چې تل په یوه مشخص ځای کې کښېني. ښه دا ده چې زده کوونکي دې په ټولګې کې خوځنده وي.