پوښتنه: له اندېښمنو زده کوونکو سره څه وکړو؟ د بېلګې په توګه، د ازموینو، ارزونو او د کورني کارونو د ترسره کولو یا درسي ستونزو او نورو اړوند اندېښې…
ځواب: کله چې دوی د ارزوونو او یا خپلو پایلو اړوند اندېښنه ښیي، باید له زده کوونکو سره همدردي وکړو، د بېلګې په توګه، نمري ورکړو او هغه چا ته ډیر وخت ورکړو چې اندېښنه لري. ډله ایز کارونه پر فردي پروژو غوره وګڼو.
پوښتنه: زما ځینې زده کوونکي خپل نوکان ژووي، د دې ستونزې د حل لپاره کومه لاره شته؟
ځواب: دا په ماشوم کې د اندېښنې نښې دي، باید ملنډې پرې ونه وهو. دا عمل هغه ته ډاډ ورکوي او ذهن یې اراموي. په حقیقت کې دا کار د اندېښنې وړ نه دی او په ځانګړې توګه که چېرته دا کار یې د اندېښنې په کمولو کې ورسره مرسته وکړي، نه شو کولای هغه له دې کار څخه منع کړو. باید په ټولګي یا د ټولو په مخ کې ورسره په دې اړه خبرې ونه کړو.