پوښتنه: هغه زده کوونکي چې درس ته ډیر لیواله ندې، څنګه زده کړي ته وهڅوو؟
ځواب: ځینې زده کوونکي په ټولګي کې ستړي یا بې حوصلې کیږي چې دا موضوع بېلابېل لاملونه درلودلی شي. مونږ کولای شو هڅه وکړو چې زده کړې او نور فعالیتونه سره یو ځای ترسره کړو. همداراز کولای شو فعالیتونه په کوچنیو ډلو کې تنظیم کړو. د نویو شیانو زده کړه د مختلفو لوبو او ساعت تېرۍ سره په ازاد چاپېریال کې ترسره کېدای شي. د دې په اړه د افکارو او نظریاتو تبادله چې چا کوم فعالیت خوښ دی، کولی شي ګټوره او اغیزمنه وي. زده کوونکي پریږدو څو د خپلې خوښې موضوع او پروژه پخپله وټاکي او په ټولګي کې یې ترسره کړي. مونږ کولای شو د ورځنیو کارونو په اړه د لیک وړاندیز ورته وکړو.او له زده کوونکو وغواړو چې د خپل ورځني ژوند کړنې او تجربي ولیکې او بیا ټول پرې خبرې وکړو او له دوی وغواړو چې یو نوی ژوند تصور کړي، او داسې نور.