
د ټولګي مدیریت له هغو ننګونو یوه، ده چې ډیری ښوونکي ورسره مخ دي. د ټولګي مدیریت مهارتونه د کاري تجربې له لارې ترلاسه کېدای شي، خو کلونه وخت نیسي ترڅو دا تجربه ترلاسه شي. نوي ښوونکي د ټولګي ښه مدیریت لپاره د مدیریت مهارتونو زده کړي ته اړتیا لري. له همدې امله، اړینه ده چې تجربه لرونکي ښوونکي په ښوونیزو پروګرامونو کې د برخې اخیستو له لارې یا د ورته لارښودونو په کارولو سره د ټولګي مدیریت څخه ګټه واخلي او د تدریس په برخه کې د بریالیتوب پر لور ګام پورته کړي.
د ټولګي مدیریت یوه موخه، په درسي ټولګي کې د مناسب تعلیمي چاپېریال رامنځته کول دي، نو د دې لیکنې موخه د هغو مواردو بیانول دي چې کولای شي د درسي ټولګي لپاره د مناسب تعلیمي چاپېریال په رامنځته کولو کې مرسته وکړي.
په دې درس کې لاندې ټکو ته پام شوی دی:
- له زده کوونکو سره د مثبتې او اغېزناکې اړیکې ټینګول
- د ښوونکي او زده کوونکي ترمنځ اړیکه
- ایا تعلیم او تربیه یو له بله جلا دي؟
- ګڼ میشتي ټولګې، څنګه باید مدیریت شي؟
- له کمزورو زده کوونکو سره د سم چلند څرنګوالی
- د زده کوونکو د کمزورتیا لاملونه
- څنګه کمزورې زده کوونکي په لایقو او قوي زده کوونکو بدل کړو؟
- په ټولګي کې د شوخو زده کوونکو سره څه وکړو؟
- د کمزورې زده کوونکي سره څه باید وشي؟
- ولې ځینې زده کوونکي پر وخت نه پوهېږي؟
- ولې زده کوونکي په ټولګي کې ټوکې کوي؟
- د بې نظمه زده کوونکو اداره کول
- ایا وهل او ټکول د زده کړې او په ټولګي کې د نظم د ټینګښت لامل کیږي؟
- څنګه له شورماشور ډک ټولګی غلی کړو؟
که تاسو د دې درس او نورو درسونو پورې اړوند پوښتنې لرئ، دلته د افکارو او نظریاتو د تبادلې ډلې پر لېکه کېکاږئ.
Curriculum
- 1 Section
- 7 Lessons
- 10 Weeks
- په ټولګي کې مناسب تعلیمي چاپېریال رامنځته کول7
- 1.1له زده کوونکو سره د مثبتې او اغېزناکې اړیکې ټینګول
- 1.2ایا تعلیم او تربیه یو له بله جلا دي؟
- 1.3ګڼ ټولګی، هغه ټولګې چې ډیر زده کوونکي ولري څنګه باید مدیریت شي؟
- 1.4له کمزورو زده کوونکو سره د سم چلند څرنګوالی
- 1.5ولې زده کوونکي په ټولګي کې ټوکي کوي؟
- 1.6د بې نظمه زده کوونکو اداره کول
- 1.7د ټولګي د مناسب زده کړیز چاپېریال رامنځته کولو ازموینه