برېښنايي دوره (Electric Circuit) هغه لاره ده چې د برېښنا جریان ته اجازه ورکوي ترڅو له یوې سرچینې (بطرۍ) څخه مصرف کوونکي (ګروپ) ته ورسیږي او بېرته سرچینې ته وګرځي.
یوه برېښنایي دوره په هغې کې د مقاومتونو د ترتیب پر بنسټ په دوو برخو: مسلسل (Series Circuit) او موازي (Parallel Circuit) وېشل کېږي.
مسلسل برېښنایي دوره (Series Circuit)
دا ډول برېښنایي دوره لاندې ځانګړنې لري:
1) د جریان لپاره یو واحد مسیر:
په مسلسل برېښنایي دوره کې، د الکترونونو د تېرېدو لپاره یوازې یوه لاره شتون لري.
له همدې امله:
… Itotal = I1 = I2 = I3
2) د ولټېج وېش:
د ثابت جریان برخلاف ، د سرچینې مجموعي ولټېج پر پرزو باندې وېشل کېږي:
…+Vtotal = V1+V2+V3
3) د مجموعي مقاومت ډېرېدل:
په یو مسلسل مدار کې چې هر څومره د پرزو (مصرف کوونکو) شمېر ډېر کړئ، د مدار مجموعي مقاومت ډېرېږي:
…+Rtotal=R1+R2+R3
4) په یوه سویچ کنټرول:
په دې مدار کې، یوازې په یوه کلۍ (سویچ) سره ټول سیسټم کنټرولېدلی شي. څرنګه چې ټولې پرزې په یوه لاره کې دي، د سویچ خلاصول د ټولې برېښنایي دورې د پرې کېدو لامل ګرځي.
لاندې بڼه یوه مسلسله برېښنایي دوره ښيي.
د اوم د قانون V=I x R له مخې، د یوې دورې د برېښنایي مقاومت په درلودلو سره، کولای شو په هغې دوره کې جریان او یا برېښنایي ولټېج محاسبه کړو.
په دې لاندنۍ ویډیو کې د یوې مسلسلې برېښنایي دورې د جوړولو عملي تشرېح ورکړل شوې ده:
موازي برېښنایي دوره (Parallel Circuit)
دا ډول برېښنایي دوره لاندې ځانګړنې لري:
1. د جریان لپاره ګڼ شمېر مسیرونه:
د مسلسل مدار پر خلاف، دلته جریان کله چې یوې غوټې (اتصال ځای) ته رسېږي، وېشل کېږي.
د جریان مجموعي شدت: د هغو جریانونو له مجموعې سره برابر دی چې له هرې ښاخې څخه تېرېږي.
…+Itotal=I1+I2+I3
که چېرې یوه ښاخه پرې شي (د بېلګې په توګه یو ګروپ وسوزي)، په نورو ښاخو کې جریان په نورمال ډول جاري وي او نور وسایل خپل کار ته دوام ورکوي.
2. د ټولو پرزو لپاره یو شان ولټېج دا د موازي مدار تر ټولو مهمه ځانګړنه ده
ولټېج (V) په ټولو ښاخو کې یو شان وي او د برېښنا د سرچینې (بیټرۍ یا د ښار برېښنا) له ولټېج سره برابر وي.
…=Vtotal=V1=V2=V3
همدا لامل دی چې ستاسو په کور کې ټول برېښنایي وسایل (یخچال، تلویزیون او ګروپونه) د ۲۲۰ ولټه ولټېج سره د کار کولو لپاره ډیزاین شوي دي.
3. د مجموعي مقاومت کمېدل
یو په زړه پورې او شاید عجیبه ټکی دا دی چې په موازي ډول د هرې نوې پرزې په اضافه کولو سره، د مدار مجموعي مقاومت کمیږي. ځکه چې تاسو د جریان د تېرېدو لپاره ډېرې لارې جوړې کړې دي (لکه یوې لويې لارې ته چې نوي بندونه اضافه کړئ ترڅو ترافیک کم شي).
هرکله چې برېښنایي مقاومتونه په موازي ډول ځای پر ځای شي، مجموعي مقاومت د مقاومتونو د معکوس له مجموعې سره مساوي کېږي.
په موازي برېښنایي دوره کې، تاسو کولای شئ د هرې وسیلې لپاره جلا سویچ ولرئ. د یوې وسیلې مړ کول په مدار کې د نورو وسایلو پر کار هیڅ اغیز نه کوي.
لاندې شکل یوه موازي برېښنایي دوره ښيي.
په دې ډول برېښنایي دوره کې هم د اوم قانون V = I x R پر بنسټ کولای شو د مقاومت په درلودلو سره، جریان او ولټېج محاسبه کړو.
بېلګه1 : د یوې برېښنایي دورې لپاره چې ولټېج یې 12 او مقاومت یې 6Ω وي، د جریان شدت محاسبه کړئ.
حل: د جریان شدت 2 امپیره له دورې څخه تېرېږي.
بېلګه2 : ورکړل شوې برېښنایي دورې ته په کتو، معادل مقاومت، مجموعي جریان او ولټېج محاسبه کړئ.
حل: په شکل کې د ورکړل شویو قیمتونو په کارولو سره، محاسبې په لاندې ډول ترسره کوو:
مجموعي جریان:
Vtotal = 4V + 6V + 2V = 12V
د ولټېجونو مجموعه له 12V سره مساوي ده.
د هرې پرزې د مقاومت او ولټېج په پام کې نیولو سره، د هرې پرزې (مقاومت) توان په لاندې ډول محاسبه کېدلی شي.
په دې لاندنۍ ویډیو کې د موازي برېښنایي دورې د جوړولو عملي تشرېح ورکړل شوې ده: