د دې لپاره چې موضوع زدهکوونکو ته په غوره او اسانه ډول تشریح شي، غوره دا ده چې موضوع په پیل کې د مثالونو او لوبو فعالیتونو سره شروع کړو، وروسته نتیجه ګیري وکړو، او بیا د موضوع تعریف ورکړو.
تعریف: که په ویش کې پاتې شونی (باقي مانده) صفر وي، ویل کیږي چې مقسوم د مقسوم علیه د وېش قابلیت لري.
دا غوره ده چې د هغو شمیرو څخه کار واخیستل شي چې د یو عدد په واسطه وېشل کېږي او هغو اعدادو څخه هم کار واخیستل شي چې د یو عدد په واسطه نه وېشل کیږي. په دې ډول به زدهکوونکي عملاً وګوري چې کوم اعداد پوره وېشل شوي او کوم اعداد نه دي وېشل شوي، او دا به د زدهکړې لپاره یو غوره مقایسه وي.
اوله ویډیو: په دې ویډیو کې د وېش وړتیاوې کار شوې او عملاً تشریح شوې چې څنګه کولی شو د ویش قابلیتونو مفهوم او تعریف د زدهکوونکو ته تشریح کړو.
د فعالیتونو ځوابونه:
۱) ۴ = ۹ ÷ ۳۸ پاتې شونی ۲ و یا ۲ + ۴ × ۹ = ۳۸
۲) ۴۲ = ۶ × ۷
۳) ۵۶ = ? × ۸ ځواب : ۵۶ = ۷ × ۸ او یا ۷ = ۸ ÷ ۵۶