تعریف: که د یو عدد د یویزو د لسیزو څو چنده مجموع او پاتې ارقام د ۱۱ په ژبني ضرب جدول کې شتون ولري، نو دا عدد د ۱۱ په واسطه وېش کېدونکی دی. یا که د طاق او جفت مراتبو د مجموع تفریق صفر یا د ۱۱ په ژبني ضرب جدول کې موجود وي، نو دا عدد د ۱۱ په واسطه وېش کېدونکی دی.
په تعریف کې د ۱۱ باندې وېش وړتیاوو لپاره، دوه بېلابېلې طریقې کارول شوې دي. موخه دا ده چې پوه شو زدهکوونکي له کومې طریقې څخه ښه زدهکړه کوي او کومه طریقه ترجیح ورکوي. همدارنګه، غوره به وي چې په تشریحاتو کې له هغو اعدادو څخه کار واخیستل شي چې د ۱۱ په واسطه پوره وېشل کېږي او له هغو اعدادو څخه چې نه وېشل کېږي. په دې ډول، زدهکوونکي به په ښه توګه موضوع زده کړي.
الجبري تعریف د ۱۱ باندې وېش وړتیاوو لپاره:
الف:
a = 10b + k
b: د یویزو رقم
k: د پاتې اعدادو ارقام
(a = 1, 2, 3 …)
ب:
که abcd یو څلور رقمي عدد وي، نو: (a + c) – (b + d) = 11n
c او a: جفت مراتب
d او b: طاق مراتب
(n = 0, 1, 2 …)
ویډیو ۶: په دې ویډیو کې د ۱۱ باندې وېش وړتیاوې تشریح شوې او ښودل شوې چې څنګه پوه شو کوم اعداد د ۱۱ په واسطه وېش کېدونکي دي، او همدارنګه د زدهکوونکو لپاره د دې موضوع تشریح کولو طریقه ښوول شوې.
د فعالیتونو د پوښتنو ځوابونه:
د لومړۍ پوښتنې ځواب: ۵۷۲، ۴۸۲۹
دا اعداد د ۱۱ په واسطه وېش کېدونکي دي، ځکه چې د طاق او جفت مراتبو د مجموع تفریق یا صفر دی یا په ۱۱ ژیني ضرب جدول کې موجود دی.
د دویمې پوښتنې ځواب: هو، ځکه ۱۰۷۸ د ۱۱ په واسطه وېش کېدونکی دی.
د درېیمې پوښتنې ځواب: هو، ځکه ۲۱۹۵ د ۱۱ په واسطه وېش کېدونکی دی.