تعریف: که د یو عدد د یویزو رقم یې صفر یا جفت وي، نو دغه عدد پر ۲ باندې پوره د وېش قابلیت لري.
د مختلفو اعدادو د وېش لپاره بېلابېل معیارونه شته، او په دې درس کې د ۲ په وېش کې ځانګړی معیار تشریح شوی دی. دلته په عملي ډول د ۶ لوبیا په دوو ډلو وېشل ښودل شوی، که ټولې لوبیاوې په منظم ډول وېشل شوې وي او هیڅ یوه لوبیا پرته پاتې نه وي، نو دا مانا لري چې د لوبیا شمېر پر۲ باندې وېش کېدونکی دی. خو که یوه لوبیا پرته پاتې شي، نو دا مانا لري چې د لوبیا شمېر پر ۲ باندې وېش قابلیت نه لري. دا ډول مقایسه به زدهکوونکو ته د مفهوم په درک کې مرسته وکړي.
دویمه ویډیو: په دې ویډیو کې د ۲ وېش وړتیاوې تشریح شوې او عملاً ښودل شوې چې څنګه پوه شو کوم شمیرې پر ۲ باندې وېش کېدونکي دي. همدارنګه، څنګه زدهکوونکو ته د ۲ وېش وړتیاوې تشریح کړو.
د فعالیتونو د پوښتنو ځوابونه:
د لومړۍ پوښتنې ځوابونه: ۷۰، ۸۲، ۲۴۴، ۳۸۶، ۱۲۸۰
دا شمیرې پر ۲ باندې وېش کېدونکي دي، ځکه د دوی د یویزې رقم یا جفت دی او یا صفر.
د دویمې پوښتنې ځواب: هو، امکان لري، ځکه ۶۸ = ۲۳ + ۴۵ د جمع پایله جفت عدد دی.
د درېیمې پوښتنې ځواب: ۱۱۰ چرخونه، ځکه هر بایسکل دوه چرخونه لري.
په پایله کې: ۱۱۰ = ۲ × ۵۵
د څلورمې پوښتنې ځواب: ۱۱۳ پښې، ځکه هر چرګ دوه پښې لري .نو: ۱۱۳ = ۲ ÷ ۲۲۶
د پنځمې پوښتنې ځواب :ځکه چې ۳۴ زدهکوونکي شته، نو ۳۴ دانه سور قلمونه پکار دي.
نو: ۱۳ = ۲۱ – ۳۴، نو ۱۳ قلمونه کم دي.