پر ۳ باندې د وېش وړتیا تعریف داسې دی چې: که د یو شمیرې د ارقامو مجموع د ۳ په واسطه وېش کېدونکی وي، نو دا شمیره هم د ۳ په واسطه وېش کېدونکی دی. نو دلته لومړی د ارقامو د مجموع مفهوم تشریح کول مهم دي. په دې موخه، له هغو شمیرو څخه کار اخیستل کیږي چې د ۳ په واسطه وېش کېږي او له هغو شمیرو څخه چې نه وېشل کېږي، ترڅو مفهوم لا روښانه شي.
ویډیو ۳: په دې ویډیو کې په ۳ باندې د وېش وړتیاوې تشریح شوې او ښودل شوې چې څنګه پوه شو کوم شمیرې د ۳ په واسطه وېش کېدونکي دي، او همدارنګه، څنګه دا موضوع زدهکوونکو ته تشریح کړو.
د فعالیتونو د پوښتنو ځوابونه:
د لومړۍ پوښتنې ځواب: ۷۷، ۷۵۱، ۱۲۸۳
دا اعداد د ۳ په واسطه وېش کېدونکي دي، ځکه د دوی د ارقامو مجموع د ۳ په واسطه وېش کېدونکی دی.
د دویمې پوښتنې ځواب: په هر قطې کې ۱۷ قلمونه دي، نو ۵۱ قلمونه به په لاندې ډول وېشل شي:
۱۷ = ۳ ÷ ۵۱
د درېیمې پوښتنې ځواب: هو، ځکه: ۳۶ = ۱۱ + ۱۲ + ۱۳ د جمع مجموع د ۳ په واسطه وېش کېدونکی دی.
۱۲ = ۳ ÷ ۳۶
د څلورمې پوښتنې ځواب: ۲۷۹ لامپونه، ځکه په هر اطاق کې ۳ لامپونه دي: ۲۷۹ = ۳ × ۹۳