تعریف: که د یو عدد د یویزو رقم صفر یا پنځه وي، نو دا عدد د ۵ په واسطه وېش کېدونکی دی.
د دې لپاره چې د ۵ په وېش کې معیار روښانه کړو، غوره ده چې د صفر او ۵ مفهوم د یویزو په شمېر کې د پنځه د ژبني ضرب جدول په واسطه تشریح کړو. په دې ډول زدهکوونکي نه یوازې په ښه ډول پوهیږي، بلکې هڅونه هم ترلاسه کوي. وروسته له دې، لوی اعداد ګورو چې آیا د ۵ په واسطه وېش کېدونکي دي که نه.
ویډیو ۴: په دې ویډیو کې په ۵ باندې وېش وړتیاوې تشریح شوې او ښودل شوې چې څنګه پوه شو کوم اعداد د ۵ په واسطه وېش کېدونکي دي. همدارنګه، زدهکوونکو ته د دې موضوع تشریح کولو طریقه ښودل شوې.
د فعالیتونو د پوښتنو ځوابونه:
د لومړۍ پوښتنې ځواب: ۲۳۵، ۲۳۹۰، ۱۲۵۵
دا اعداد د ۵ په واسطه وېش کېدونکي دي، ځکه د دوی د یویزو رقم یا صفر دی او یا پنځه.
د دویمې پوښتنې ځواب: ۲۵ کیلوګرام، ځکه ۲۵ = ۵ ÷ ۱۲۵
د درېیمې پوښتنې ځواب: ټول ۷۰ زدهکوونکي دي، ځکه په دوه صنفونو کې ۱۴ ګروپونه دي او په هر ګروپ کې ۵ زدهکوونکي دي. ۷۰ = ۵ × ۱۴
د څلورمې پوښتنې ځواب: ټول ۲۴۰ قطې دي، ځکه په هر قطې کې ۵ قلمونه شته، نو په ۴۸ قطې کې:
۲۴۰ = ۵ × ۴۸