تعریف: که د یو عدد د یویزو د پنځو دانې مجموع او پاتې ارقام د ۷ په ژبني ضرب جدول کې موجود وي، نو دا عدد د ۷ په واسطه وېش کېدونکی دی. یا که د یویزو د دوو څو چنده د تفریق نتیجه له پاتې ارقامو څخه مساوي صفر یا کوم بل عدد وي چې د ۷ په ژبني ضرب جدول کې موجود وي، نو دا عدد د ۷ په واسطه وېش کېدونکی دی.
په ۷ باندې د وېش وړتیاوې په دوه بېلابېلو طریقو تشریح شوې ده.
موخه دا ده چې وګورو زدهکوونکي له کومې طریقه ښه زدهکړه کوي او کومه طریقه غوره ګڼي. په دواړو طریقو کې له هغو اعدا څخه کار اخیستل کېږي چې د ۷ په واسطه وېش کېدونکي دي او له هغو اعدا څخه چې نه وېشل کېږي، ترڅو زدهکوونکي په دقیقه توګه موضوع درک کړي او ښه زدهکړه وکړي.
په ۷ باندې د وېش وړتیاوو الجبري تعریف:
ویډیو ۵: په دې ویډیو کې په ۷ باندې د وېش وړتیاوې تشریح شوې او ښودل شوې چې څنګه پوه شو کوم اعداد د ۷ په واسطه وېش کېدونکي دي، او همدارنګه د زدهکوونکو لپاره د دې موضوع تشریح کولو طریقه ښوول شوې.
د فعالیتونو د پوښتنو ځوابونه:
د لومړۍ پوښتنې ځواب: ۲۱۷، ۸۷۵، ۱۰۹۲، ۱۲۵۳
دا اعداد د ۷ په واسطه وېش کېدونکي دي، ځکه د دوی د یویزو د پنځو څو چنده مجموع او پاتې ارقام د ۷ په ژبني ضرب جدول کې شته.
د دویمې پوښتنې ځواب: د یوې بشپړې اونۍ مزد ۴۵۰ افغانۍ ده، ځکه یوه اونۍ اوه ورځې لري، نو:
۴۵۰ = ۷ ÷ ۳۱۵۰
د درېیمې پوښتنې ځواب: ۵۲ اونۍ، ځکه چې یوه اونۍ اوه ورځې لري، نو: ۵۲ = ۷ ÷ ۳۶۴
د څلورمې پوښتنې ځواب: ۴۵۵ پیالې، ځکه په هر کارتن کې ۷ پیالې دي، نو: ۴۵۵ = ۷ × ۶۵