
د ویش (تقسیم) عملیه
د ویش عملیه د حساب یو له عملیو څخه ده، او یو له هغو موضوعاتو څخه ده چې په ابتدایي صنفونو (۴ تر ۶) کې درس ورکول کیږي. دا عملیه د زدهکوونکو لپاره د نورو ریاضی عملیو لکه جمع، تفریق او ضرب په پرتله یو څه ستونزمنه ده. دا یوه له خورا عملي عملیو څخه ده چې په ورځني ژوند کې ډېره کارول کیږي.
موخې:
- د ویش عملیه په مفهوم کې سم پوهیدل او د نورو لپاره یې ښه تفهیم کول؛
- د درسي توکو څخه د عملي تدریس لپاره کار اخیستل؛
- د زدهکوونکو د درک کچه لوړول د عملي فعالیتونو له لارې.
مواد او وسایل چې په فعالیتونو کې د ویش عملیه لپاره کارول شوي دي، دا دي:
لوبیا د یویزو د ښودلو لپاره؛
پلاستیکي بوتلونه د لسیزو بستهګانو د ښودلو لپاره؛
پلاستیکي کڅوړې د سلیزو بستهګانو د ښودلو لپاره؛
قابونه د موادو د ویش او توضیح لپاره؛
مکعب د یویزو د ښودلو لپاره؛
مکعب د لسیزو د ښودلو لپاره؛
مکعب د سلیزو د ښودلو لپاره؛
بکس یا کارتن د موادو د ویش او توضیح لپاره؛
تخته او مارکر د محاسبانو د ترسره کولو لپاره.
هر کله د ویش عملیې په اړه کومه پوښتنه او ستونزه لرئ، کولی شئ په دې لینک باندې کلیک وکړئ ترڅو د نظریاتو او افکارو بدلون ډلې کې ګډون وکړئ.
Curriculum
- 1 Section
- 13 Lessons
- 10 Weeks
- د ویش (تقسیم) عملیهتاسو کولی شئ لاندې د برخې اړوند شپږ درسونو ته لاسرسی ومومئ.13
- 1.0د ویش عملیې مفهوم
- 1.1د ویش عملیې مفهوم اړوند تمرین
- 1.2د یو رقمي شمېرو وېشل په یو رقمي شمېر باندې
- 1.3د یو رقمي شمېرو وېشل په یو رقمي شمېرو باندې اړوند تمرینونه
- 1.4د دوهرقمي شمېرو وېشل په یورقمي شمېرو باندې
- 1.5د دوهرقمي شمیرو وېشل په یو رقمي شمیرو باندې اړوند تمرینونه
- 1.6د درېرقمي شمیرو وېشل په یورقمي شمیرو باندې
- 1.7د درېرقمي شمیرو وېشل په یورقمي شمیرو باندې اړوند تمرینونه
- 1.8د دوهرقمي شمیرو وېشل په دوهرقمي شمیرو باندې
- 1.9د دوه رقمي شمیرو وېشل په دوه رقمي شمیرو باندې اړوند تمرینونه
- 1.10د درېرقمي شمیرو وېشل په دوهرقمي شمیرو باندې
- 1.11د درې رقمي شمیرو وېشل په دوه رقمي شمیرو باندې اړوند تمرینونه
- 1.12د ویش عملیې اړوند عمومي تمرینونه