د خوند حس یا ذایقه یو له هغو حسي سیسټمونو څخه دی چې د خوند په درک کې مسؤل دی. خوند هغه ادراک دی چې د کیمیاوي موادو په اغیز کې د خولې په حجراتو کې د خوند اخیستونکو سره چې په خولې کې د خوند په جوانو کې موقعیت لري، احساس کیږي. د خوند اخیستونکي په خوندونو کې او په نورو برخو لکه د ژبې په پورتنۍ سطحه او اپی ګلوتس کې موقعیت لري. د خوند د حسي غړی ژبه ده.
ژبه یو عضلاتي غړی دی چې په خوله کې موقعیت لري او د خوراکي موادو په خوند اخیستلو کې مهم رول لري. د ژبې سطحه د ذایقوي جوانو څخه جوړه ده چې څلور اصلي خوندونه (خوږ، تروش، مالګین او تریخ) تشخیصوي. د څلور اصلي خوندونو تشخیص د ژبې په مختلفو برخو کې ترسره کیږي. د ژبې نوک خوږ خوند، له هغې نه لږ پورته دواړو خواوو ته مالګین خوند، له هغې نه پورته دواړو خواوو ته تروش خوند او د ژبې وروستۍ برخه تریخ خوند احساسوي. سربیره پردې، ژبه د خوراکي موادو د حرکت، د خولې له لعاب سره د مخلوطولو او د خبرو کولو په برخه کې هم رول لري.
اپیتلیوم (Epithelium): اپیتلیوم د پاپیلا او د خوند جوانو څخه جوړ دی.
پاپیلا (Papilla) : په ژبه باندې کوچنۍ ډډونه دي چې پاپیلا نومیږي. له دې جملې څخه ډېری یې لکه د حلقوي پاپیلا (Circumvallate papillae) او د قارچي پاپیلا (Fungiform papillae) چې د خوند جوانې (Taste Bud) لري.
د خوند جوانې (Taste Bud) : د خوند حجرات نازک، میله یي شکل او په مرکز کې هسته لري، د هغوی سطح د خوند لنډې وېښتې لري. کله چې موږ خواړه خورو، د خوړو کیمیاوي مواد په پاپیلا کې داخلیږي او د خوند جوانو یا د خوند اخیستونکو ته رسیږي. دغه مواد د خوند حجرات دننه په خوند جوانو کې تحریکوي او عصبي اخیستونکي فعالوي. عصبي پیامونه بیا د ماغزه یوې برخې ته چې مدولا (Medula) نومیږي، لیږدول کیږي او له هغې نه تالاموس (Thalamus) او ماغزه یوه برخه (Cortex) ته استول کیږي. مهمه موضوع دا ده چې په ژبه کې مختلف خوند اخیستونکي شتون لري چې هر یو په ځانګړې سیمه کې موقعیت لري او هر ګروپ یې بیلابیل خوندونه لکه مالګین، خوږ، تروش او تریخ درک کوي.
د ژبې عضلات (Tongue muscles) : دا عضلات اختیاري دي او عرضي عضلاتي تارونه لري.
د ژبې غدې (Tongue glands) : ژبه کوچنۍ او پراګنده غدې لري چې په مختلفو برخو کې موقعیت لري.
د انسان د ذایقه حس اهمیت د ښه پوهیدو لپاره، موږ کولی شو چې دا فعالیت د زده کوونکو سره ترسره کړو، لکه څنګه چې په دې ویډیو کې وړاندې شوی دی: