لمس د پوستکي له لارې ممکن دی. د انسان پوستکي د ډېرو اخیستونکو لرونکی دی چې په اغیز سره لکه: تودوخه، یخ، فشار او درد پېژني.
پوستکي له درېیو اصلي پوړونو څخه جوړ شوی دی:
هغه حجرات چې په دې پوړونو کې حسي اخیستینکې دي، د لمس حس جوړوي او سیګنالونه د محیطي اعصابو له لارې دماغ ته لیږدوي.
د حسي اخستونکو شمېر په مختلفو برخو کې متفاوت دی.
اپیدرمس یا بهرنی پوړ (External Epidermis):
اپیدرمس د پوستکي لوړنی یا هغه برخه ده چې لیدل کیږي. په لاتین کې د (-epi) مخکښ ټکی “پر” یا “د مخکې” معنی لري، نو ځکه اپیدرمس د درمس په سر پروت پوړ دی. اپیدرمس د بدن د پوستکي لاندې پوړونو لپاره د ساتونکي په توګه عمل کوي. دا پوړ ملانین لري چې بدن د لمر د زیانمنو وړانګو لکه UV څخه ساتي او پوستکي ته رنګ ورکوي. کله چې د لمر لاندې وي، ملانین د محافظتي ځانګړتیاوو د زیاتولو لپاره راټولېږي چې دا د پوستکي توریدل هم رامنځته کوي. اپیدرمس همدارنګه ډېر حساس حجرات لري چې د لمس کولو معلوماتو ته د رسیدو لپاره مرسته کوي او دا معلومات دماغ ته رسوي.
منځنی درمس (Middle Dermis) :
منځنی درمس د پوستکي دویم پوړ دی چې د اپیدرمس لاندې موقعیت لري. درمس د اپیدرمس په پرتله ډېر غټ دی او د پوستکي د قوت او ارتجاعیت سبب کیږي. په دې کې ډېر عصبي انساج او وینې رګونه شتون لري چې په دوو برخو وېشل شوي دي: درمس پاپیلر او درمس رتیکولر.
هیپودرمس یا داخلي پوړ (Internal Hypodermis) :
دا پوړ اکثره د شحمي انساجو څخه جوړ شوی دی، او د دې شحمي اندازه د عمر، جنس، تغذیه او مختلفو نسلونو سره تفاوت لري. هیپودرمس د بدن د ضرباتو په مقابل کې ساتونکی دی، د حرارتي عایق په توګه کار کوي ترڅو د تودوخې د ضایع کیدو مخنیوی وکړي، او د انرژي د ذخیرې سرچینه وي.
د لمس کولو حس د اهمیت ښه درک کولو لپاره، موږ کولی شو لاندې فعالیت د زده کوونکو سره ترسره کړو: