
د ریاضیاتو د ښوونې اصلي موخه، د هغې د مفاهیمو سمه پوهه ده ترڅو په ورځني ژوند کې ترې ګټه واخیستل شي. له همدې امله، په هیڅ ډول زده کوونکي باید د ریاضیاتو د قواعدو او اصولو په حفظ کولو باندې پرته له درک کولو څخه مجبور نه شي. د ټاکلي پایلې د ترلاسه کولو په پار، موږ د افرن دفتر د ریاضیاتو روزنکو اړینه وګڼله چې د پوهنې وزارت د درسي نصاب کتابونو سربیره، د لومړي او دویم ټولګیو لپاره د ریاضي لارښود کتابونه هم د ښوونکو سره د ریاضیکي مفاهیمو د ښه پوهولو په برخه کې د همکارۍ په موخه چمتو او لاسرسې ته وړاندې کړو.
په دې لارښودونو کې زیاته پاملرنه د «زده کوونکې محور تدریس میتود» ته شوې ده ترڅو زده کوونکي وکولی شي د فعالیتونو په ترسره کولو سره پخپله مفاهیم زده کړي.
همدارنګه، هڅه شوې چې د ښوونیزې موضوع سره سم د مختلفو اړینو درسي موادو په کارولو سره زده کوونکي ښوونیزو لوبو ته وهڅول شي، څو درس ورته په زړه پورې شي، ترڅو له یوې خوا زده کوونکي په لیوالتیا سره په درس کې برخه واخلي او له بلې خوا ښه زده کړه ترسره شي او ښوونکی په اسانۍ سره خپل هدف ته ورسیږي.
دا لارښود کتابونه په ساده ژبه لیکل شوي او هره موضوع یې د افغانستان د پوهنې نصاب د لومړي، دویم او دریېم ټولګي د ریاضیاتو د کتاب سره سم ترتیب شوې ده چې هیله لرو ستاسو لپاره ګټور واقع شي.
د یادونې وړ ده چې دا لارښود کتابونه تر 2021 میلادي کال پورې د افغانستان په ننګرهار، کابل او پروان ولایتونو کې په ښوونځیو کې ویشل شوي دي.
په لاندې برخه کې تاسو کولی شئ لاندنې ښوونیز مواد ترلاسه او ډاونلوډ کړئ:
- د لومړي ټولګي لپاره د ریاضي لارښود
- د دویم ټولګي لپاره د ریاضي لارښود
- د دربېم ټولګي لپاره د ریاضي لارښود
- د ریاضي لارښود کتابونو پورې اړوند مرستندویه درسي مواد
که تاسو د دې درس او نورو درسونو پورې اړوند پوښتنې لرئ، دلته د افکارو او نظریاتو د تبادلې ډلې پر لېکه کېکاږئ.
Curriculum
- 1 Section
- 4 Lessons
- 10 Weeks
- له لومړي تر درېیم ټولګیو ښوونکو لپاره د ریاضي لارښود4