دغه برنامه اساسا د ښوونکو لپاره ترتیب شوې، او د بحث موضوع مایکروسکوپ، یو له مهمو لابراتوارى وسیلو څخه ده چې د ښوونځيو لابراتوارونو کې کارول کیږي.
مایکروسکوپ: مایکروسکوپ هغه وسیله ده چې د شیانو یا کوچنيو موجوداتو د ښودلو لپاره کارول کیږي چې په سترګو نه لیدل کیږي.
دلته د موضوع پورې اړوند د مختلفو سرچینو ډولونه شتون لري چې پکې تجربې، تشریحات، تمرینونه، انځورونه او په پای کې ارزونه دی، تر څو زده کونکې وکړای شي د خپلې زده کړې اندازه وڅیړي.
موخې:
- د مایکروسکوپ اجزا، تاریخچه، جوړښت، ډولونه او توضیحاتو باندى پوهیدل؛
- د نوي مایکروسکوپ جوړولو وړتیا درلودل او که اړتیا وي، استهلاک شوي برخو بدلول؛
- د مایکروسکوپ کارولو وړتیا درلودل او د ازموینې لپاره د مختلف نمونو سلایډ چمتو کول.
هرکله چې د مايکروسکوپ اړوند موضوعاتو په اړه پوښتنه لرئ، د افکارو او نظرياتو د تبادلې په پته باندى کليک وکړي!
Free