هغه کړنې چې هدف یې په قصدي توګه ځان یا نورو ته زیان رسول وي تیری بلل کېږي. تیری کوونکي چلندونه یو له عامو انساني اختلالاتو څخه دي. دا اختلالات مختلف عوامل لري. تیری په یو شخص کې یوه لیوالتیا ده چې د وهلو، تخریبولو، له منځه وړلو او نورو په بڼه ځان ښکاره کوي. دا عمل د فرد د عقدو او احساساتو پایله ده چې د بیانولو توان یې نه لري یا د څرګندولو څخه یې ویره لري. په ټولیز ډول ویلای شو چې داسې شخص د خپلو احساساتو په بیانولو کې ناتوانه دی، نو هغه لاره غوره کوي چې له هغې لارې خپل احساسات لکه کرکه، جګړه او تاوتریخوالی خالي کړي.
د تیري موضوع یوه اوږده موضوع ده چې دلته په لنډه توګه پرې غږیږو. تر هرڅه دمخه ښوونکو ته بویه چې د تیري عوامل وپېزني؟ په ټولیز ډول تیری څلور عوامل لري چې په لاندې ډول دي: ذاتي عامل، ټولنیز عامل، ټولنیز-غریزي عامل او د پاملرنې او عاطفې کمښت.
ذاتي عامل:
دا حالت په انسان کې له زیږون سره سم په فطرت کې موجود وي او د جګړې، دعوا، دفاع او شخصي شخړو په بڼه په افرادو کې لیدل کیږي.
ټولنیز عامل:
دا حالت د ټولنیزو زده کړو څخه رامنځته کیږي چې فرد په هغه کې ژوند کړی یا یې لیدلي او زده کړي دي، د بېلګې په توګه د چاپیریال او شاوخوا خلکو څخه ناخوښی او هغه عقدې چې له پلار، مور، ښوونکي او ښوونځي یې لري چې په فرد کې د عقدې د رامنځته کیدو لامل کیږي.
ټولنیز او غریزي عامل:
په دې حالت کې په طبیعي توګه تیری په انسان کې په ښکاره یا پټه توګه موجود وي، خو ورو ورو او د اکتساب له امله یې ساحه پراخیږي.
د پاملرنې او عاطفې کمښت عامل:
په ماشومتوب کې ماشوم ته پاملرنه نه کول او د مور او پلار لخوا د ماشوم لرې کول یا د دوی جلا کیدل چې د ماشوم د ناامنۍ لامل کیږي، د تیري د رامنځته کیدو لامل کیږي. همدارنګه، د پلار نه شتون یا د مور او پلار روږدي کیدل د تیري کوونکو چلندونو د زیاتیدو لامل کیږي، یا هم په ټولګي کې د ښوونکو لخوا ځینو ځانګړو زده کوونکو ته پاملرنه او د نورو بې برخي کول.
د تیری له منځه وړلو لارې چارې
په لاندنۍ ویډیو کې له تیری کوونکو زده کوونکو سره د چلند څرنګوالي اړوند توضیحات ورکړل شوي دي: