مهرباني د سړې سینې، د زده کونکو د پوښتنو ته وړاندې ځواب ویلو، د زده کونکو د چلندونو پر وړاندې زغم چې ډیری وختونه د چلند د نامناسب والي څخه د بې خبرۍ له امله ترسره کیږي، د زده کونکو لپاره د باور وړتیا، وفاداري او حق پېژندنې معنی لري. هغه ښوونکي چې دا ټول مسایل د خپلو زده کونکو په اړه په پام کې نیسي، د مهربانو ښوونکو له جملې څخه دي او زده کوونکي دوی ته ډیر درناوی کوي. زده کوونکي د داسې ښوونکو سره د درسي ساعت پر مهال ډیر خوند اخلي او ښوونکي ځانته یوه بېلګه ګڼې او تل درس او د دوی خبرو ته درناوی کوي.
برعکس، له زده کونکو سره نامهرباني کول، له تاوتریخوالي څخه کار اخیستل، د زده کونکو د چلند پر وړاندې بې پامي او همدارنګه زده کونکو ته بې پامي کول، د زده کونکو ستونزو ته نه پاملرنه او د زده کونکو ترمنځ توپیرونه رامنځته کول او نور. دا هغه موارد دي چې ځینې ښوونکي یې د خپلو زده کونکو پر وړاندې کاروي او دا کار د دې لامل کیږي چې زده کوونکي د ښوونکي خبرو ته غوږ ونه نیسي او د هغه د درسونو پر وړاندې بې توپیره وي.
په لاندنۍ ویډیو کې هم د زړه سوانده او سخت زړې ښوونکي د ځانګړتیاوو په اړه توضیحات ورکړل شوي دي: