ګرانو ښوونکو! که زموږ په ټولګي کې تاوتریخوالي شتون ولري او د ښوونکي لخوا پر یو زده کوونکي یا زده کوونکو او یا هم د یو شمیر زده کونکو لخوا پر نورو زده کوونکو ترسره شي، نو لاندې موارد په داسې ټولګیو کې لیدلی شو:
که په ټولګي کې تاوتریخوالی موجود نه وي څه پېښیږي؟
ګرانو ښوونکو! که موږ له تاوتریخوالي پاک ټولګی ولرو چې د ښوونکي او زده کوونکي ترمنځ او یا د زده کوونکو ترمنځ پر دوه اړخیز درناوي ولاړ وي او ټول په یوه دوستانه چاپیریال کې له ویرې او اضطراب پرته درس ولولي، نو موږ کولی شو منظم زده کوونکي ولرو او په غوره توګه خپلو تدریسي اهدافو ته ورسیږو. لاندې موارد په داسې ټولګیو کې لیدلی شو:
کله چې ښوونکی زده کوونکی زموږ په وړاندې وهي، کوم غبرګون باید وښیو؟
ګرانو ښوونکو! څرګنده ده چې په تعلیمي چاپیریال کې داسې چلند د منلو وړ نه دی. کله چې تاسو ووینئ چې یو ښوونکی زده کوونکي ته بې پامي کوي او په ناسم ډول ورسره چلند کوي، نو تاسو کولی شئ دوه روښانه لارې چارې غوره کړئ. ترټولو مهم کار دا دی چې له ښوونکي سره خبرې وکړئ ترڅو دا عمل د زده کونکو پر وړاندې ترسره نکړي. همدارنګه، تاسو کولی شئ د دې مسلې په اړه له نورو مشاورینو یا د ښوونځي مدیریت له غړو سره خبرې وکړئ ترڅو دوی د دې مسلې په اړه له محترم ښوونکي سره خبرې وکړي څو ښوونکی د زده کونکو پر وړاندې خپل چلند بدل کړي.
په ټولګي کې د تاوتریخوالي له منځه وړلو لپاره څه باید وشي؟
ګرانو ښوونکو! تاوتریخوالی یو نامناسب چلند دی چې نن ورځ موږ ټول هر ځای ورسره مخ یو او د هغې ډولونه مو څو ځله په خپل ژوند کې ازمایلي دي. دلته غواړو د تاوتریخوالي پر هغو مواردو وغږیږو چې په ځینو ښوونځیو کې لیدل شوي او دوام لري او د دې پدیدې سره د مبارزې لپاره د ممکنه حل لارې په لټه کې شو.
ګرانو ښوونکو! شاید تاسو هم کله چې په ښوونځیو کې پر ښوونه او روزنه بوخت وئ، د تاوتریخوالي مختلف موارد مو تجربه کړي یا لیدلي وي او اوس هم شاید تل د ځینو ښوونکو لخوا د ځینو تاوتریخوالو څخه خبر یاست. په دې کې فزیکي تاوتریخوالی لکه: وهل ټکول، ماشومانو ته بې پامي، د زده کوونکي پر وړاندې د زده کوونکي سپکول، پر ماشومانو چیغې وهل، ځینو ځانګړو زده کوونکو ته پاملرنه کول او پر نورو بې پامي کول، د زده کوونکو ترمنځ توپیرونه رامنځته کول او نور هغه موارد شامل دي چې د ماشومانو د ښوونځي او ټولګي له درس څخه د زړه توریدو لامل کیږي او ځینې وختونه داسې چلندونه د دې لامل کیږي چې ځینې زده کوونکي ښوونځی پریږدي. له همدې امله، په ښوونځي او ټولګي کې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو لپاره باید تل د خپلو زده کونکو چلند ته پاملرنه وکړو. ځکه چې یو شمیر زده کونکو تل په خپل کورني ژوند کې تاوتریخوالی تجربه کړی او کله چې دوی ښوونځي ته راځي، هڅه کوي هغه څه چې په کور یا بهر کې یې زده کړی، پر خپلو ټولګیوالو عملي کړي. ځکه چې هغه عقده چې په زړه کې یې لري او تل یې د مشرانو لخوا د ځان یا نورو پر وړاندې د تاوتریخوالي ډولونه لیدلي دي، هیڅکله یې د دې عقدو د خالي کولو فرصت نه درلود. له همدې امله، کله چې دوی ښوونځي ته داخليږي او په ځانګړي توګه درسي ساعتونه خالي وویني او ټولګی له ښوونکي پرته ومومي، نو هڅه کوي چې ټول هغه چلندونه چې له خپلو شاوخوا کسانو څخه یې زده کړي دي، پر کوچنیانو یا ماشومانو چې آرام او کمزوري دي، وازماییي. دلته د ښوونکو دنده ده چې زده کوونکو ته د داسې نامناسبو چلندونو په اړه پوهاوی ورکړي او په مکررو خبرو سره د دې زده کونکو په چلند کې مثبت بدلون راولي.
ګرانو ښوونکو د دې لپاره چې وکولی شو تاوتریخوالی له خپلو درسي ټولګیو څخه له منځه یوسو او زده کوونکو ته اجازه ورنکړو چې له دې پدیدې څخه ګټه واخلي، باید هڅه وشي چې هیڅ درسي ساعت تش پرینږدو او تل د زده کوونکو تش ساعتونه په تعلیمي فعالیتونو ډک کړو.
همدارنګه که غواړو منظم زده کوونکي ولرو، په لومړي گام کې باید خپل ټولګی له تاوتریخوالي څخه پاک وساتو او هیڅکله د زده کوونکي د چلند په وړاندې له تاوتریخوالي څخه کار وانه خلو. که زده کوونکی لوبې کوي، که زده کوونکی درس نه لولي، که زده کوونکی د زده کړې وړتیا لږه او کمزوری وي، که زده کوونکی زموږ درس ته پاملرنه نه کوي، او نور داسې موارد په ټولګي او د زده کوونکو په چلند کې موجود وي. هڅه وکړئ د داسې چلندونو عوامل ومومئ او د احتمالي حل لارې په لټه کې شئ، د دې پرځای چې د داسې زده کوونکو پر وړاندې له تاوتریخوالي یا زور څخه کار واخلئ.
ګرانو ښوونکو! له تاوتریخوالي څخه کار اخیستل نه یوازې زده کوونکو ته زیان رسوي، بلکې ستاسو شخصیت ته هم لوی زیان رسوي. نو څومره ښه ده چې هم خپل شخصیت ته درناوی ولرئ او هم د خپلو زده کونکو په تعلیمي ژوند کې ښه بیلګه واوسئ ترڅو تل درته درناوی وکړي او خپل درس ته په لیوالتیا سره پر مخ بوځي.
په لاندنې ویډیو کې هم په ټولګي کې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو لپاره د ممکنه حل لارو په اړه توضیحات ورکړل شوي دي: