د آسموس د عملیې په پام کې لرلو سره محلولونه درې ډوله دي:
ایزوټونیک محلول (Isotonic Solution): هغه محلول ته ویل کیږي چې د حل کیدونکي موادو غلظت د حجرې دننه او د باندې یو شان وي. په بل عبارت هغه محلولونه چې د هغو غلظت او آسموتیک فشار د حجرې د آسموتیک فشار سره یو شان وي.
آسموټیک فشار : (Osmotic Pressure) د اړتیا وړ لږترلږه فشار د آسموس عملیې د ودرولو لپاره د آسموتیک فشار په نوم یادیړي.
هایپوټونیک محلول: (Hypotonic Solution) په یو هایپوټونیک محلول کې د حل کیدونکي موادو غلظت دحجرې دننه د حجرې د باندې په پرتله ډیر وي، اویاهغه محلولونه چې د هغو آسموتیک فشار او غلظت د حجرې د آسموټیک فشار څخه لږ وي د هایپوټونیک محلول په نوم یادیږي .کله چې حجره په داسې حالت کې اوسي د حلال ډیره اندازه حجرې ته دننه کیږي تر څو د حل کیدونکو موادو غلظت د حجرې د پردې دواړه اړخو کې برابر کړي.
هایپرټونیک محلول (Hypertonic Solution) : هایپرټونیک محلول د هایپوټونیک محلول بر عکس دې څرنګه چې د حل کیدونکي موادو غلظت دحجرې دننه د حجرې د باندې په پرتله لږ وي، (د حجرې د باندې د حل کیدونکي موادو غلظت ډیر وي) په دا ډول محلول کې د حل کیدونکي موادو د غلظت د کمولو لپاره د حجرې د باندې د محلل ډیرۍ مالیکولونه د حجرې څخه راوځي تر څو د باندني محلول غلظت دحجرې د دننه غلظت سره یو شان شي.