د اوبو یا محلولونو د یوې نیمه د نفوذ وړ پردې څخه تیریدنې ته د آسموس عملیه ویل کیږي، په بل عبارت هغه پروسه چې په هغې کې د یو کم غلظت لرونکی محلول څخه د یو حلال مالیکولونو، د یو لوړ غلظت لروکی محلول د یوې نیمه د نفوذ وړ پردې له لارې تیر شی نو د آسموس عملیه ترسره کیږی.
دآسموس عمومي اصطلاح په ۱۸۵۴ کال کې د یو انګلیسي کیمیا پوه د توماس ګراهام په نوم په واسطه معرفي شو، د آسموس د عملیې پیښه هغه وخت ترسره کیږی چې یوه ماده د یوې نیمه د نفوذ وړ پردې څخه تیریږي تر څو وکړای شي د بلې مادې غلظت متعادله کړي نو د آسموس عملیه هغه پروسه ده چې هغې کې مواد په دوه ځایوکې چې مختلف غلظتونه لری خپریږی. دآسموس عملیه په خپله او پرته له کومې انرژي مصرفولو د حجرې له خوا تر سره کیږي.
دآسموس عملیه له کیمیاوي محلولونو (Chemical Solutions) سره سر او کار لري او محلولونه دوه برخې لري
کله چې حل کیدونکې ماده په حل کوونکې ماده کې حل کیږي وروستۍ لاس ته راوړنه د محلول په څیر په پام کې نیول کیږي د مثال په توګه د اوبو او د مالګې محلول د یو ساده محلول نمونه ده ، مالګه حل کیدونکې ماده او اوبه د حل کوونکې مادې په څیر راځي.