لاندنې انځور د آسموس د عملیې اغیزه د وینې په سرو حجرو ښایي.
د آسموس عملیه په حیواني او نباتي حجرو کې سره توپیر لري ځکه چې نباتي او حیواني حجرې کولای شي د اوبو مختلف غلظتونه وزغمي، هر کله چې حیواني حجره په هایپوټونیک محلول کې واچول شي اوبه یا کومه ماده چې کم غلظت لري حجرې ته ننوځي او حجره پړسیږي او په پای کې چوي چې دې عملیې ته هیمولایزس (Hemolysis) ویل کیږي. نباتي حجرې د حجروي ډبل دیوال د لرلو له امله که هایپوټونیک محلول کې اوسي نه خرابیږي، نو هایپوټونیک محلول د نباتي حجرو لپاره ډیر ښه دي. کله چې نباتي حجرې په هايپوټونیک محلول کې وي د هغو حجرې پړسیدلې او د اوبو ډکې نه دي.
که کله حیواني یا نباتي حجرې په هایپرټونیک محلول کې اوسي، اوبه له حجرې څخه اوځي او حجره ګونجې کیږي یا اوچیږي چې دې عملیې ته پلاسمولایزس (Plasmolysis)ویل کیږي.
لاندني انځور کې د پلاسمولایزس عملیه په نباتي او حیواني حجرو کې ښودل شوې ده.
همدا لامل دې کله چې پر حلزون باندې مالګه اوشیندل شي، په دې وخت کې د هغوی د بدن د حجراتو اوبه د حجراتو د دننه او د باندې د غلظت د برابولو په موخه له حجراتو څخه اوځي او په پایله کې حلزون پلاسمو لایزس شي او مړه شي.
په لاندنۍ ويډیو کې د آسموس د عملیې اغیزه په نباتي ( کچالو) حجرو په عملي ډول ښودل شوی ده چې تاسو کولای شئ د خپلو زده کوونکو د آسموس د عملیې د ښې زده کړې لپاره یې ترسره کړئ.
دآسموس د عملیې اړوند اصطلاحات
محلول (Solution) : د دوه یا د څو مادو د یو ځای کیدو څخه جوړ شوې دې چې په هغې کې یوه ماده د حل کوونکي په څیربله ماده د حل کیدونکې په څیر ځان کې حل کوي.
نیمه نفوذ ( پارېدونکې) وړ پرده (Semipermeable Membrane) : نیمه د نفوذ ( پارېدونکې) وړ پردې ته انتخابي پرده هم ویل کیږي یعني چې د موادو یوه برخه (مالیکولونه او آیونونه) کولای شي له دې لارې یا پردې څخه تیر شي. د حجرې پرده یوه نیمه نفوذ وړ ( پارېدونکې) پرده ده.
انتشار یا خپریدل (Diffusion): هغه پروسه ده چې په هغې کې مالیکولونه د ډیر غلظت لرونکي ځای څخه د لږ غلظت لرونکي ځای ته ځای پر ځای کیږي.
حجره (Cell) : د ژوندي موجوداتو تر ټولو کوچنې جوړونکې او کاري واحد دې د حجرې اړوند د لا زیاتو معلوماتو لپاره ددې لینک پر مخ کلیک کړئ.