
په دوراني جدول کې عناصر د اتومي نمبر (په اتوم هسته کې د پروتونونو مجموعي شمیر) د زیاتوالي پر اساس ترتیب شوي دي. دا جدول له عمودي ستنو (ستنونو) څخه جوړ دی چې ډلې نومیږي او همداشان له افقي قطارونو څخه چې دورې (پریودونه) نومیږي. عناصر په ډلو کې د خپلو کیمیاوي خواصو د ورته والي پر اساس ځای پر ځای شوي، خو په عین دوره کې شامل عناصر اکثره ورته فزیکي خواص لري.
د عناصرو په دې ترتیب کې د کیمیاوي او فزیکي خواصو د تکرار له امله، دې جدول ته تناوبي جدول او د ترتیب قانون ته یې د تناوب قانون (Periodic Law) ویل کیږي.
په دې لوست کې تاسو کولی شئ د دوراني جدول په اړه لاندنې توکي ولولئ:
- د دوراني جدول د تدریس لپاره وړاندیز شوي موارد
- د تناوبي جدول د اساسې ټکو پر پېژندنې تمرکز
- د زده کړې په زړه پورې او تعاملي فضا رامنځته کول
- د جدول په یادو کول
د عناصرو د طبقه بندۍ شالید (تاریخچه)
- د عناصرو دوراني جدول د (۱۸۱۷ څخه تر ۱۸۹۵) کلونو ترمنځ
- په جدول کې د نویو عناصرو له پېژندنې (کشف) وروسته بدلونونه
- په جدول کې د برقي چارچ او ایزوتوپونو له پېژندنې (کشف) وروسته بدلونونه
- په دوراني جدول کې تناوب
- په دوراني جدول کې ډلې
- اصلي ډلې
- فرعي ډلې
- په دوراني جدول کې د فرعي ډلو طبقه بندي
- لنتانایډونه او اکتینایډونه
د دوراني جدول په پېژندلو سره د عناصرو د خواصو وړاندوینه
- د عناصرو د الکتروني جوړښت پر اساس د تناوبي جدول طبقه بندي
- فلزي او غیرفلزي خاصیت
- اتومي شعاع
- الکترونیګاټیوټي او الکتروپازیټیوټي
- د آیونایزیشن انرژي
- الکترونغوښتنه
په بیلابیلو اندازو کې د تناوبي جدول چاپ
د دوراني جدول اړوند عمومي تمرین
که تاسو د دې درس او نورو درسونو پورې اړوند پوښتنې لرئ، دلته د افکارو او نظریاتو د تبادلې ډلې پر لېکه کېکاږئ.
Curriculum
- 1 Section
- 6 Lessons
- 10 Weeks