شونې ده چې د دورانې د جدول لومړنې لوستونه دې زدهکوونکو ته یو څه ستونزمن تمام شي، ځکه چې دا جدول ۱۱۸ عناصر او د هغوی اړوند مشخصات لري. خو، د ځانګړو او مشخصو کړنو او لارو چارو په پام کې نیولو سره، مونږ کولی شو دا زدهکړه اسانه او په زړه پورې کړو.
لاندې یو شمیر داسې لارې چارې او کړنې په نښه شوي چې د تدریس پروسه کې ترې ګټه اخستل کیدای شي:
د تناوبي جدول د اساسې ټکو پر پېژندنې تمرکز
د تناوبي جدول جوړښت: زدهکوونکو ته باید روښانه کړئ چې عناصر په دوراني جدول کې د خپل اتومي شمېرې د زیاتوالي پر بنسټ ځای پر ځای شوي دي.
ډلې او دورې: ډلې (د جدول عمودي ستنې). دورې (د جدول افقي لیکې یا قطارونه) زدهکوونکو ته توضیح او دا ورته روښانه کړئ چې په یوه ډله کې شامل عناصر د کیمیاوي خواصو له پلوه ورته والی لري.
د عناصرو ډولونه: زدهکوونکو ته توضیح ورکړئ چې د جدول عناصر په درېیو عمومي ډلو ویشل شوي دي: فلزات، غیرفلزات او شبهفلزات. د هرې برخې په اړه معلومات ورکړئ.
په ورځني ژوند کې د عناصرو د کارونې په اړه توضیح ورکړئ.
د زده کړې په زړه پورې او تعاملي فضا رامنځته کول
د انځورونو او رنګونو کارول: تناوبي جدول په جذابه رنګونو او د عناصرو اړوند انځورونو سره نندارې ته وړاندې کړئ. دا کار له زدهکوونکو سره مرسته کوي چې عناصر په ښه توګه زده کړي.
د بېلګې په توګه: په لاندې جدول کې هڅه شوې چې د رنګونو په کارولو سره د عناصرو ځانګړتیاوې وځلول شي.
لوبې او تعاملي کړنې: د دوراني جدول د تدریس لپاره له لوبو، پزلونو او ډلهایزو فعالیتونو څخه کار واخلئ.
د بېلګې په توګه: تاسو کولی شئ د “عناصرو موندل” لوبه ډیزاین کړئ، چې په هغې کې زدهکوونکي باید عناصر د خپلو ځانګړتیاوو پر مټ ومومي.
لکه: له زدهکوونکو غواړو چې کاربن عنصر د هغې د مشخصاتو سره په جدول کې ومومي او ځانګړتیاوي یې بیان کړي.
د عناصرو د واقعي بیلګو کارول: هغه عناصر چې په عملي ډول ورته لاسرسی لرئ، زدهکوونکو ته وښایئ اوحتی له هغوی وغواړئ چې هر یو یې د یوه عنصر نمونه ټولګي ته راوړي.
لکه: د کاربن نمونه (سره یا ګرافیت)، فلزات (مس، سپین زر، اوسپنه، نیکل، جست) او نور.
د جدول له یادو زده کړه : که څه هم د ټولو عناصرو بشپړ حفظ کول اړین ندي، خو د هغو عناصرو د پیژندلو لپاره چې ډیر ورسره سروکار لرو، لاندنۍ کړنلار وړاندیز کیږي:
په ډلهایز یا دورهاي ډول حفظ کول: له دې طریقې څخه ګټه واخلئ. د بېلګې په توګه، تاسو کولی شئ د ځانګړو ډلو لکه القلي فلزات (IA) یا هلوجنونه (VIIA) عناصر په جلا کارتونو کې چمتو کړئ او حفظ یې کړئ.
د بلګې په توګه : لاندنۍ بڼه د القلې فلزاتو د ډلې لپاره.
د لنډو تورو کارول: د عناصرو د حفظ کولو لپاره له اختصاري تورو یا کلیدي جملو څخه کار واخلئ. په یوه ډله کې د شاملو عناصرو لپاره کلیدې کلمې شونې ده په لاندې بڼه وي. تاسو کولی شئ پخپله جملې تنظیم کړئ، دا ډول میتودونه له زده کوونکو سره مرسته کوي چې د عین ډلې عناصر په مسلسل ډول له یادو زړه کړي.
د عناصرو د سمبولونو درې بُعدي بڼې چمتو کول: د مختلفو موادو په کارولو سره، د هر عنصر سمبولونه په درې بُعدي بڼه چمتو کړئ او د زدهکوونکو واک ته یې ور وسپارئ.
شونې ده دغه کار دې د زده کوونکو د کورنۍ دندې په توګه ترسره شي.
په پړاوېره توګه حفظ کول : د یو منظم پروګرام په طرح کولو سره، هره ورځ ۵ عناصر حفظ کړئ. د دې کار لپاره، د چاپ شوي جدول څخه د کوچنیو کارتونو په بڼه د ډلو پرې او جلا کول ګټور دي. په دې توګه د یوې میاشتې په موده کې به ټول جدول له یادو زده شي
ټینګار: زدهکوونکو ته ووایاست، چې د دوراني جدول زدهکړه او حفظ کول وخت او حوصلهمندۍ ته اړتیا لري.
په دې ویډیو کې هم د عناصرو د تناوبي جدول سره تړلي یو شمېر ښوونیزې طریقې او تدریسي ترفندونه تشریح شوي دي.