تنفسي سیسټم په دوو برخو ویشل شوی دی :
پورتنۍ تنفسي سیسټم
لاندنۍ تنفسي سیسټم
پورتنۍ تنفسي سیسټم (Upper Respiratory Tract) : د پورتنۍ تنفسي سیسټم غړي د سینې له قفس څخه بهر موقعیت لري، چې پکې د پوزې سورې، حلقوم، او حنجره شامل دي.
د پوزې سورې (Nasal Cavity) : پوزه لومړنۍ تنفسي لار ده چې دوه برخې لري:
بهرنۍ پوزه: دا برخه د پوزې د هډوکو، اړخیزو غضروفونو، او کوچنیو او لویو پره لرونکو غضروفونو څخه جوړه ده.
داخلي برخه: دا برخه د یو هډوکي-غضروفي سپتوم (دیوال) له لارې په دوو سرو ویشل شوې ده. هغه هوا چې پوزې ته داخلیږي د یوې لزجې مادې، مږو او د پوزې دننه وېښتو له لارې تصفیه، ګرم او مرطوب کیږي او بیا حلق ته انتقالیږي.
حلق یا ستونی (Pharynx) :
حلق یا ستونې یا ستونی یو قیفي شکل لرونکی عضلاتي نل دی. ستونې د هوا او خوراک د تیرېدو لاره په توګه عمل کوي، خو دا کار په یو وخت کې نه ترسره کوي. د خوراکي موادو او اوبو د تیرولو پر مهال، د ستونی مجرا د وړوکی ژبې (Epiglottis) له لارې بندېږي او مواد مری ته لیږل کیږي.
ستونی له پوزې سورو، خولې او حنجرې سره نژدې موقعیت لري.
له همدې امله ستونی په درې برخو ویشل شوی دی:
د خوله اړوند حلق ( Oropharynx)
حنجرې اړوند حلق (Laryngopharynx)
د پزی حلق (Nasopharynx)
حنجره (Larynx) :
د ستونی په پای کې حنجره موقعیت لري، چې یو غضروفي او د غوښه څخه جوړ شوی نل دی او د هوا د تیریدل او د غږ د جوړولو مسؤلیت لري.
لاندې تصویر د ستونی او حنجرې اناټومي ښيي.لاندنۍ تنفسي سیسټم (Lower Respiratory Tract)
د تنفسي سیستم هغه غړي چې د سینې په قفس کې شتون لري، د قصبه الریه، سږې او د برونشي برخو څخه جوړ دي.
قصبه الریه (Trachea) : قصبه الریه یو منځ خالي غضروفي نل دی چې د حنجرې لاندې موقعیت لري او د هوا د تیرولو وظیفه لري. قصبه الریه تقریبا ۲.۵ سانتي متره قطر او ۱۱ سانتي متره اوږدوالی لري. دا نل په خپل پای کې په دوه برانشونو (Bronchus) ویشل کیږي: چپ برانش او ښی برانش، چې هوا سږو ته انتقالوي. ښی برانش ښی ښوا سږ ته او چپ برانش چپ سږ ته ځي. د قصبه الریه سطح د مرطوب باڼو سره پوښل شوی دی چې د میکروبونو او دوړو ذراتو په تصفیه کولو او بهر ویستلو کولو کې مرسته کوي، او له دې سره سږو ته د دې ذراتو د رسېدو مخه نیسي.
سږې (Lungs): سږې مخروطی شکل، اسفنجي او کشکي جوړښت لري چې د سینې په قفس کې موقعیت لري. ښی ښوا سږ درې لوبې لري، په داسې حال کې چې چپ ښوا سږ دوه لوبې لري. برانشيونه په سږو کې کوچنیو څانګو ته ویشل کیږي چې برانشیولونه (Bronchioles) نومیږي او په پای کې برانشیولونه هوايي کیسې ته (Alveoli) ختمیږي.
په دې تصویر کې سږې، قصبه الریه او برانشيونه ښودل شوي دي.هوايي کیسې د ګازونو د تبادلې اصلي ځای دی. هر هوايي کیسه د واړه رګونو په شمیر سره ډک دی چې د هوايي کیسې ته ننوتلی اکسیجن جذبوي او کاربن ډای اکساید چې د بدن له حجراتو څخه اخیستل شوی وي، د هوايي کیسې دننه خوشې کوي. هر سږ میلیونونه هوايي کیسې لري، د سږو د هوايي کیسې عمومي سطحه له سلو متره مربع څخه زیاته ده، یعنې دا سطحه تقریبا د انسان د پوستکي له سطحې ۵۰ برابره زیاته ده. له همدې امله سږې کولی شي په کافي اندازه اکسیجن واخلي او کاربن ډای اکساید بهر ته واستوي.
په لاندې تصویر کې برانشیولونه او هوايي کیسې ښودل شوي دي.
اوله ویدیو: په دې ویډیو کې د انسان د تنفسي سیستم د ماډل جوړولو څرنګوالی ښودل شوی دی ترڅو ښوونکي وکولی شي په اسانۍ سره د ساده موادو او وسایلو په کارولو سره دا ماډل جوړ کړي.
ویدیوی لینک
د ګازونو لیږد رالیږد د وینې له لارې:
اکسیجن د هموګلوبین له لارې چې په سره وینه کې موجود وي، انتقالیږي. کاربن ډای اکساید په وینه کې د محلول په شکل په پلازما کې انتقالیږي او له هغه ځایه سږو ته د بهتر وتلو لپاره لیږدول کیږي.
دویمه ویدیو: په دې ویډیو کې په عملي ډول د کاربن ډای اکساید د موجودیت په اړه کار شوی دی ترڅو ثابته شي چې د سږو څخه د هوا د خارجیدو په نتیجه کې کاربن ډای اکساید ګاز خوشې کیږي.