غږ څه شی دی او څنګه تولیدیږي؟د غږ پوهنه یا غږ پیژندنه د فزیک یوه څانګه ده، او د “آکواستیک” کلمه د یوناني کلیمې “Akouotoc” څخه اخیستل شوې ده چې مانا یې “د اوریدلو وړ” ده. غږ د میخانیکي انرژۍ یو ډول دی. میخانیکي انرژي دوه ډوله ده: پوتنشل انرژي او متحرک انرژي. له دې چې غږ د مادې د ذرو په حرکت او اهتزازاتو سره رامنځته کیږي، نو غږ د متحرک انرژي یو ډول دی. غږیزه انرژي د مادې د ذرو د یو بل سره د ټکر له امله رامنځته کیږي، چې په پایله کې اهتزازات منځ ته راځي، او دا اهتزازات له یوې مادې څخه بلې مادې ته د څپو په توګه لیږدول کیږي، او په دې ترتیب غږ خپریږي.
په دې ویدیو کې د غږ تولید لپاره د موضوع ښه تفهیم لپاره عملي فعالیتونه ښودل شوي دي، چې تاسو یې کولی شئ په صنف کې له خپلو زده کوونکو سره ترسره کړئ.
د غږ فزیکي ځانګړتیاوې
د غږ فزیکي ځانګړتیاوې فریکونسي، د څپې اوږدوالی، د اهتزاز دامنه، او د غږ سرعت دي. د فزیک له اړخه، غږ د اهتزازاتو یو ډول دی چې په یو الاسټیک چاپیریال کې رامنځته کیږي (الاسټیک چاپیریال؛ هغه چاپیریال دی چې د ارتجاعیت وړتیا ولري. لکه هغه جسم چې وغځول شي او بیرته خپل اصلي حالت ته راشي یا هر هغه څه چې د کش کیدو، فشار یا بدلون په وړاندې مقاومت وښيي او بیا خپل لومړني حالت ته بیرته ستنیږي.) غږ په ګاز، مایع، او جامد کې منځ ته راځي کله چې ذرات د خپل توازن له موقعیت څخه شاوخوا ولړزي.
فریکونسي (Frequency) :
په یو واحد ثانیه کې د اهتزازاتو یا لړزیدلو شمیر ته فریکونسي وايي. هر څومره چې د غږ فریکونسي لوړه وي، غږ نازک وي (یعنې غږیز څپې په لږ فاصله سره حرکت کوي)، او کله چې دا څپې د غوږ پردې ته ورسیږي، نازک غږ اورو. هر څومره چې د غږ فریکونسي کمه وي، غږ دروند وي او څپې په زیاته فاصله سره حرکت کوي، نو اوریدونکی غږ دروند وي.
فریکونسي د “هرتز” (Hz) په واحد کې اندازه کیږي. د دې واحد نوم د الماني فزیکپوه، هاینریش رودلف هرتز په نوم ایښودل شوی او د (Hz) نښه یې ده.
په شاوخوا کې ډېر غږونه شتون لري، د انسان غوږونه هغه غږونه اوریدلی شي چې فریکونسي یې د 20Hz څخه تر 20000Hz پورې وي. هغه غږونه چې له 20000Hz څخه لوړه فریکونسي لري، د لوړ اوریدلو وړ غږونو په سیمه کې شمیرل کیږي، په داسې حال کې چې د 20Hz څخه ټیټ فریکونسي لرونکي غږونه د ټیټ اوریدلو وړ غږونو په سیمه کې نومول کیږي. څاروي او نور ژوندي موجودات هم د غږ د احساس کولو وړتیا لري. د انسان او نورو ژوندي موجوداتو د غږ د اوریدو وړتیا توپیر لري. د بیلګې په توګه، یو شمېر څاروي د زلزلې څپې له انسانانو مخکې احساسوي، له همدې امله له زلزلې دمخه غږ کوي او له خپلو ځایونو څخه تېښته کوي.
په لاندې انځور کې د غږ د نازک او دروند مفهوم ښودل شوی.د غږ څپې هم د نورو څپوو په څیر انعکاس او انکسار کوي. د بېلګې په توګه، که د دوو غرونو ترمنځ په لوړ غږ غږ وکړو، خپل غږ به بیا واورو.
په لاندې ویدیو کې، د غږ د نازک او دروند مفاهیم په عملي ډول توضیح شوي دي چې تاسو یې کولی شئ له خپلو زده کوونکو سره ترسره کړئ.
د موج اوږدوالی (Wavelength) :
د یو موج د دوو پرله پسې قلو (قله) ترمنځ فاصله د موج اوږدوالی بلل کیږي، چې د یوناني حرف “لمدا” (λ) په واسطه ښودل کیږي. همدارنګه، د دوو پرله پسې قلو ترمنځ فاصله د غږیز موج اوږدوالی ګڼل کیږي. هغه څپې چې یو ډول سرعت لري، هغه موج چې د لوړې فریکونسي سره وي، لنډ موج اوږدوالی لري، او هغه چې ټیټه فریکونسي لري، اوږد موج اوږدوالی لري.
د اهتزاز لمنه (طول البلد) (Amplitude):
د یو موج د قله یا دره څخه تر مرکزي کرښې (چې د ذرې د سکون کرښه ده) پورې فاصله د موج اهتزاز دامنه بلل کیږي. په لاندې انځور کې د غږیز موج دامنه ښودل شوې ده.د غږ سرعت (Sound speed) :
هغه فاصله چې یو غږیز موج په یوه ثانیه کې په یو سیال کې وهي، د غږ سرعت بلل کیږي. د غږ خپریدل په مختلفو چاپیریالونو کې توپیر لري. غږ په داسې چاپیریال کې خپریږي چې ماده موجوده وي (غږ په خلا کې نه شي خپریدی).
غږیز څپې په داسې چاپیریالونو کې لکه هوا او اوبو کې په اوږدو څپوو (طولي څپې) او په جامد کې په عرضي څپوو خپریږي، چې دا د میخانیکي څپوو یوه برخه ده. په طولي څپوو کې د موجونو د خپریدو لوري او د ذرو اهتزازات، چې د غږ انرژي لیږدوي، یو له بل سره موازي یا منطبق وي، خو په عرضي څپوو کې د موجونو خپریدونکی لوری او نوسانونه یو له بل سره عمودي وي.
د بېلګې په توګه، کله چې د اوبو یوه څاڅکه په ډک تشت کې وغورځي، د اوبو څپې رامنځته کیږي او شاوخوا ته خپریږي. غږیز څپې هم په همدې ډول جوړیږي او حرکت کوي. د غږ تولید لپاره ضروري ده چې یو جسم بل جسم ته ټکر ورکړي، ترڅو بل جسم ته اهتزاز ورکړي یا یې په حرکت راولي.
لاندې انځورونه د طولي او عرضي څپوو څرګندونه کويد غږ سرعت له یوې مادې څخه بلې مادې ته توپیر لري. غږ په مایعاتو او جامداتو کې تر هوا په چټکۍ سره حرکت کوي. د فلزاتو او جامداتو په چاپیریالونو کې، چیرې چې د ذراتو فشار زیات وي، د غږ سرعت ډېر وي.
په لاندې ویدیو کې ښودل شوي عملي فعالیتونه ترسره کړئ ترڅو د غږ د سرعت انتقال په هوا او جامداتو کې موضوع په واضحه توګه خپلو زده کوونکو ته تشریح او توضیح کړئ.