غږ د اهتزازاتو یو ډول دی چې د انسان د اوریدو حس په واسطه درک کیږي. زموږ غوږونه په هوا کې موجود اهتزازات یا لرزشونه ترلاسه کوي او هغه دماغ ته انتقالوي، چې دماغ دغه سگنالونه ترلاسه کوي او د غږ په بڼه درک کوي.
غږیز څپې د غوږ له لالې څخه د غوږ کانال ته لېږدول کېږي، چې هلته د غوږ پردې سره تماس نیسي او هغه لړزوي. دغه اهتزازات بیا د غوږ پردې څخه کوچنیو هډوکو او د غوږ حلزون ته انتقالیږي. بیا د حلزون لرزه د غوږ مایع او بڼو حجرات حرکتوي، چې د هر باڼه په څیر حجرې حرکت د غوږ اعصابو ته یو پیغام لیږي. د غوږ عصب دغه پیغامونه راټولوي او دماغ ته یې لېږدوي. دماغ دغه پیغامونه تحلیل کوي او د هغوی معنی درک کوي، او له همدې امله موږ غږونه اورو او درک کوو.
په دې ویدیو-انیمیشن کې تاسو کولی شئ د غږ انتقال له چاپیریال څخه تر دماغه پورې په واضحه توګه وګورئ.