د برقي چارج یا حرارتي انرژۍ د لېږد د وړتیا پر بنسټ مواد پر دوو بنسټېزو برخو وېشل کېږي.
۱) هادي مواد (Conductors)
هادي مواد هغه دي چې برقي چارجونو (الکترونونو) ته اجازه ورکوي چې په اسانۍ سره په هغو کې جریان پیدا کړي. دا وړتیا د موادو په اتومي جوړښت پورې اړه لري؛ په هادي موادو کې د اتومونو بهرني الکترونونه (ولانسي الکترونونه) له هستې سره کمزوری تړاو لري او په اسانۍ کولی شي له خپل اتوم څخه بېل شي او په ټوله ماده کې د ازادو الکترونونو په بڼه حرکت وکړي، چې دا د موادو لپاره د برقي او حرارتي هدایت دوه مهمې ځانګړتیاوې رامنځته کوي. د برېښنا د هدایت لپاره، کله چې برقي پوتانشیل لکه بټرۍ، وکارول شي، دا ازاد الکترونونه په منظم ډول حرکت کوي او برقي جریان رامنځته کوي. په همدې مېخانیکیت سره په یوه هادي جسم کې د الکترونونو په حرکت سره حرارت هم لېږدول کېږي.
ټول فلزات په عمومي ډول د برېښنا هادي دي، خو ځینې یې لکه: مس، سره زر، سپین زر او المونیم د برېښنا لپاره غوره هادي ګڼل کېږي. د ټولو فلزاتو په منځ کې سپین زر په برقي هدایت کې لومړی مقام لري، له سپین زر وروسته مس غوره هادي دی چې د برقي کېبلونو په جوړولو کې تر ټولو زیاته ونډه لري.
د یادولو وړ ده چې ځینې شبه فلزات او غیر فلزات هم کولی شي د برېښنا او حرارت لپاره نسبتي هادي وي؛ د بېلګې په توګه د کاربن الوټروپ د ګرافیت په بڼه د برېښنا ښه هادي دی. همدارنګه له اوبو سره د آیوني مرکباتو محلولونه لکه مالګې، تیزابونه او القلي هم د آیونونو (مثبت یا منفي چارج لرونکو ذراتو) د رامنځته کېدو له امله برقي هدایت لري چې د الکترولیټ په نوم یادېږي.
ګرافیت د کاربن له الوټروپونو څخه دی چې د پنسل په جوړولو او د برېښنا د هادي په توګه کارول کېږي.
۲) غیرهادي مواد (Non-conductors):
غیر هادي (یا عایقونه) هغه مواد دي چې برقي چارجونو ته اجازه نه ورکوي چې په اسانۍ سره په هغو کې جریان پیدا کړي. په عایقو موادو کې د اتومونو بهرني الکترونونه له هستې سره خورا قوي تړاو لري او نږدې هیڅ ازاد الکترون د حرکت او جریان لپاره شتون نلري، له همدې امله عایقونه د برېښنا د جریان پر وړاندې خورا لوړ مقاومت ښیي او د شارټۍ ( لنډ تړون) د مخنیوي لپاره کارول کېږي. دا ځانګړتیا د دې سبب کېږي چې برقي عایقونه معمولاً حرارتي عایقونه هم وي. د عایقو موادو ښې بېلګې پلاستیک، وچ لرګي، ښیښه، ربړ او هوا دي.
۳) نیمههادي مواد (Semi-conductors):
د هادي او عایق موادو ترڅنګ، د موادو بله ډله نیمه هادي دي. دا د هغو موادو ټولګه ده چې د برقي هدایت وړتیا یې د هادي او عایق ترمنځ ده. د هغو کلیدي ځانګړتیا دا ده چې هدایت یې د ناخالصیو په زیاتولو یا د تودوخې او نور په بدلولو سره کنټرول کېدی شي. د نیمه هادي موادو ښې بېلګې سیلیکان او جرمانیوم دي چې په برقي وسایلو، په ځانګړي ډول ټرانزیستورونو کې بنسټیز رول لري.
د اړینو ټکو لنډیز
هادي مواد: هغه مواد دي چې برقي چارجونه پکې په اسانۍ حرکت کوي (لکه فلزات).
غیر هادي مواد (عایق): هغه مواد دي چې چارجونه پکې حرکت نه کوي او ثابت پاتې کېږي (لکه پلاستیک).
نیمه هادي مواد: هغه مواد دي چې د برقي هدایت وړتیا یې د هادي او عایق ترمنځ ده.