برقي قوه له هغې قوې څخه عبارت ده چې د برقي چارجونو (مثبت او منفي) ترمنځ رامنځته کېږي. دا د طبیعت له څلورو بنسټیزو قواوو څخه یوه ده. دا قوه غیر تماسي ده او له یوه واټن څخه، پر یو بل اغېز کوي.
د برقي قوې ځانګړتیاوې: برقي قوې دوې لویې ځانګړتیاوې لري:
جذب او دفع: د جاذبې قانون خلاف چې تل جذبي وي، برقي قوه هم راښکل او هم تمبول کوي او دا ځانګړتیا هغه د جاذبې له قوې څخه بېلوي. همدارنګه، د چارجونو د متقابل عمل بنسټیز قانون بیانوي چې چارجونه پر یو بل قوه واردوي.
جذب: بېل ډوله چارجونه (مختلف العلامه) یو بل جذبوي.
دفع: هم ډوله چارجونه (هم علامه) یو بل دفع کوي.
د کولمب قانون (Coulomb’s law): د دوو نقطوي چارجونو ترمنځ د برقي قوې اندازه د هغو د چارجونو د لویوالي د ضرب له پایلې سره مخامخ تناسب لري او د هغو ترمنځ د واټن له مربع سره معکوس تناسب لري.
په دې رابطه کې (F) د چارجونو ترمنځ متقابله قوه، q1 لومړی چارج، q2 دویم چارج او (r) د برقي چارجونو ترمنځ واټن ښیي.
(K) د کولمب ثابت دی او په خلا کې یې عددي مقدار برابر دی له نږدې:
برقي ساحه (Electric Fields)
هغه فزیکي ځانګړتیا ده چې د یوه برقي چارج یا د چارجونو د یوه سیستم شاوخوا فضا رانغاړي. دا ساحه په فضا کې هغه تغیر موندلی حالت دی چې د دې لامل کېږي، پر هر هغه بل چارج چې دې ساحې ته داخلېږي، برقي قوه وارده شي. برقي ساحه په حقیقت کې هغه واسطه ده چې چارجونه د هغې له لارې پر یو بل قوه واردوي.
په لاندې بڼه کې په بېلابېلو حالتونو کې د برقي ساحې رامنځته کېدل ښودل شوي دي.
په ساده ژبه، برقي ساحه داسې تعریفولی شو:
ریاضیکي او کمیتي تعریف: برقي ساحه (E) یو وکتوري کمیت دی (اندازه او لوری لري) چې د فضا په هره نقطه کې، په هغه نقطه کې پر واقع شوي مثبت ازمایښتي واحد چارج (q) باندې د واردې شوې برقي قوې (F) له نسبت سره برابره ده.
فورمول یې داسې دی:
E = F/q
په دې ځای کې (E) د برقي ساحې شدت (Electric Field Strength) دی.
(F) پر ازمایښتي چارج وارده شوې برقي قوه ده.
(q) مثبت ازمایښتي چارج (Test Charge) دی.
د برقي ساحې واحد په نړیوال سیستم (SI) کې نیوټن پر کولمب (N/C) یا ولټ پر متر (V/m) دی.
د برقي ساحې لوری:
په یوه نقطه کې د برقي ساحې لوری تل په هغه لوري وي چې پر یوه مثبت ازمایښتي چارج قوه وارده شوې وې.
مثبت چارج (+): د برقي ساحې کرښې له مثبت چارج څخه بهر لور ته لوری لري (دافعه).
منفي چارج (-): د برقي ساحې کرښې د منفي چارج په لور او دننه خوا ته لوری لري (جاذبه).
په لاندې شکل کې د برقي ساحې لوری ښودل شوی دی.
د برقي ساحې اهمیت:
برقي ساحه د فزیک له بنسټیزو مفاهیمو څخه ده چې د برقي چارجونو چلند تشریح کوي. دا میدان ښیي چې که د فضا په یوه نقطه کې یو برقي چارج کېښودل شي، پر هغه به څه ډول قوه وارده شي. د برقي میدان اهمیت پدې کې دی چې موږ کولی شو د اجسامو له مستقیم تماس پرته، برقي اغېزې بیان او تحلیل کړو.
برقي ساحه د ډېرو اوسنیو پدیدو او ټکنالوژیو بنسټ دی. د بېلګې په توګه د خازنونو فعالیت، برقي مدارونه، انتنونه او د مخابراتي تجهیزاتو لویه برخه په برقي ساحې پورې تړلي دي. حتی نور (رڼا) او راډیویي څپې هم د برقي او مقناطیسي ساحو د بدلونونو پایله ده.
په ساینس او انجنیرۍ کې، برقي ساحه د موادو د چلند د پوهېدو او وړاندوینې لپاره مهمه وسیله ده، لکه دا چې ولې ځینې مواد هادي او ځینې نور عایق دي، یا دا چې مواد څنګه د یوه قوي میدان په شتون کې قطبي کېږي. له همدې امله، د طبیعي پدیدو د پوهېدو، د عصري وسایلو د ډیزاین او د ټکنالوژۍ د پراختیا لپاره د برقي ساحې مطالعه خورا اړینه ده.
د اړینو ټکو لنډیز
۱. د کولمب قانون: دا قانون د دوو چارجونو ترمنځ د برقي قوې فعالیت بیانوي؛ دا قوه د دوو چارجونو د کچې د ضرب له پایلې سره مستقیمه او د هغو ترمنځ د واټن له مربع سره معکوسه اړېکه لري.
۲. برقي ساحه: د فزیک له بنسټیزو مفاهیمو څخه ده چې د برقي چارجونو چلند تشریح کوي.
۳. د برقي ساحې لوری: په یوه نقطه کې تل په هغه لوري وي چې پر یوه مثبت ازمایښتي چارج قوه وارده شوې وي.