دا پروګرام په بنسټیز ډول د ښوونکو لپاره ترتیب شوې او د بحث وړموضوع د لومړنۍ ،منځنۍ او د لیسې د دورو تر منځ یوه مشترکه موضوع ګانو څخه یوه ده.
د مادې درې ګوني حالات: په طبیعت کې مواد په مختلفو فزیکي حالتونو کې شتون لري چې عبارت دي له: جامد، مایع، ګاز ، پلازما او نیوټروني حالتونو څخه، چې د یاد شوي پنځو حالتو څخه مونږ ډیرۍ له درې جامد، مایع، او د ګاز حالتو سره سراو کار لرو چې دلته د مطالعې وړ ګرځیدلي او همدارنګه د پلازما حالت په لنډه توګه بیان شوې.
دلته د موضوع پورې اړوند د مختلفو سرچینو ډولونه شتون لري چې پکې تجربې، تشریحات، تمرینونه، انځورونه او په پای کې ارزونه دی، تر څو زده کونکې وکړای شي د خپلې زده کړې اندازه وڅیړي.
موخې:
د مادې په درې ګوني حالاتو باندې په واضح ډول پوهیدل او د هغې نورو ته د تشریح کولو وړتیا لرل.
د موضوع سره اړوندې د تجربو د ترسره کولو وړتیا لرل د هغه ساده موادو او شیانو په واسطه چې په آسانه توګه په لاسرس کې اوسي.
د زده کوونکي د درک د کچې پیاوړي کول د تمریناتو د ترسره کولو او د وروستۍ ارزونې په واسطه.
که هر کله مو د مادې د دری ګوني حالت د موضوع ګانو اړوند کومه پوښتنه درلوده دلته د نظریاتو او فکرونو د بدلونې ګروپ په آدرس باندی کلیک کړئ!