دمادې تعریف: هرهغه څیز چې کتله اوحجم ولري لکه اوبه، هوا، لرګې، ښیښه ، اوسپنه، مس او داسې نور.
د یادې شوې موضوع لپاره د لاسرس وړ منابعو کې متنونه، ښوونیزې ویډیوګانې چې عملي تجربې هم لري، انیمیشنونه او د لوستلو نه وروسته د ارزونې لپاره تمرینونه شاملیږي
دلته د یادې شوې موضوع پورې اړوند د مختلفو سرچینو ډولونه شتون لري چې پکې متنونه، ښوونیزې ویډیوګانې چې عملي تجربې هم لري، انیمیشنونه او په پای کې ارزونه دی، تر څو زده کونکې وکړای شي د خپلې زده کړې اندازه وڅیړي.
موخې:
د مادې د موضوع تشریح او پوهول د عملي تجربو په کارولو سره؛
دکتلې او وزن د کمیتونو تر منځ توپیر، ،د هغوی د اندازه کولو طریقه، او د هغو د اندازه کولو واحداتو باندې پوهیدل؛
د موادو د کثافت په اړه توضیحات، د مختلفو موادو د کثافت د اندازه کولو طریقې په عملي ډول؛
د لوستونکو د پوهې د اندازې پیاوړي کول د هر درس په پای کې د وروستنۍ آزموینې په کارولو سره؛
که هر کله مو د مادې د درې حالتو د موضوع ګانو اړوند کومه پوښتنه درلوده دلته د نظریاتو او فکرونو د بدلونې ګروپ په آدرس باندی کلیک کړئ!