معرفونه (Indicators)
د دې لپاره چې پوه شو یو محلول تیزابي دی، القلي دی یا خنثی دی، باید له معرفونو (اندیکاتورونو) څخه استفاده وکړو. معرفونه زیاتره عضوي جوړښت لري او د دوه ګوني خاصیت لرونکو موادو په توګه کار کوي چې په تیزابي او القلي چاپېریال کې د خپل رنګ بدلولو خاصیت لري. دا د pH د مختلفو حدونو سره په مختلفو رنګونو کې تغیر کوي. معرفونه معمولاً کمزوري تیزاب یا القلي وي چې د +H آیون یا هایدروکسیل – OH په غلظت کې د بدلون پر مهال په اوبو کې رنګ بدلوي.
د لتمس کاغذ (Litmus)
لتمس کاغذ تر ټولو مشهور معرف دی چې د تیزاب او القلي د تشخیص لپاره کارېږي. دا د سرې او آبي دواړو رنګونو په ډول موندل کېږي. سور لتمس په القلي چاپېریال کې آبي رنګ غوره کوي او په تیزابي او خنثی چاپېریال کې رنګ نه بدلوي. آبي لتمس په تیزابي چاپېریال کې سور رنګ غوره کوي او په القلي او خنثی چاپېریال کې رنګ نه بدلوي.
لاندې په انځور کې د سور او آبي لتمس په تیزابي او القلي چاپېریال کې د رنګ تغیرات ښودل شوي دي.
په لاندې لینک ویډیو-انیمیشن کې د تیزابي او القلي چاپېریال کې د لتمس کاغذ په اړه توضیحات وړاندې شوي دي:
عمومي معرف (Universal Indicator)
دا ډول اندیکاتورونه د بیلابیلو موادو ترکیب شوي دي، چې په محلول یا د کاغذ په پاڼو کې موجود وي. د دې کاغذي بڼه معمولا ژېړ رنګ لري او د کتابچې په بڼه بستهبندي شوې وي. د اندیکاتور په محافظتي پوښ باندې د pH سره سم د رنګ د بدلون حدود هم ښودل شوي دي.
په لاندې انځور کې د عمومي معرف بیلګه ښودل شوي دي.
د دې ډول اندیکاتور د کارولو طریقه داسې ده چې د هر محلول د تشخیص لپاره د معرف یوه پاڼه جلا کوو او یوه برخه یې په محلول کې ننباسو. کله چې معرف په محلول کې کېښودل شي، رنګ یې بدلېږي. د دې لپاره چې پوه شو محلول کوم pH لري، تیزابي دی یا القلي، د معرف رنګ له pH جدول سره پرتله کوو.
که د لتمس کاغذ رنګ له ۷ څخه کم شمېرې سره سمون ولري، نو محلول تیزابي دی. که د لتمس کاغذ رنګ له ۷ څخه لوړ شمېرې سره برابر وي، نو محلول القلي دی. که یې رنګ د ۷ سره برابر شي، نو دا خنثی محلول ښيي.
په لاندې انځور کې د عمومي معرف کارول په یو القلي چاپېریال کې ښودل شوي دي.
میتایل اورانج یو ډول معرف یا چاپېریالي شاخص دی. د دې اندیکاتور نوم له یو یوناني نبات څخه اخیستل شوی، چې د آفتابګردان ګل په نوم یادیږي. د دې رنګ په تیزابي چاپېریال کې سور-نارنجی، په القلي چاپېریال کې ژېړ، او په خنثی چاپېریال کې نارنجی-ژېړ ته بدلېږي. د میتایل اورانج اندیکاتور د سلفایت ګروپ لرلو له امله په اوبو کې حل کېدونکی دی، او د هغې مالیکولي فورمول په لاندې ډول دی.
لاندې انځور د میتایل اورانج معرف د رنګ تغیرات په مختلفو چاپېریالونو کې ښيي.
فینول فتالین (Phenolphthalein)
فینول فتالین د فتالین ګروپ له عضوي ترکیباتو څخه دی چې په پراخه کچه د هغه موادو یا محلولونو پیژندلو لپاره کارول کېږي چې pH یې د 8 او 10 ترمنځ وي. په دې حد کې رنګ ارغواني کېږي. خو په قوي تیزابي چاپېریال کې نارنجی رنګ غوره کوي، او په لوړه غلظت لرونکي القلي محلولونو کې بې رنګه وي. فینول فتالین یو کمزوری اسید دی، په اوبو کې کمزوری محلولیت لري، خو په الکولو کې په اسانۍ سره حل کېږي.
لاندې انځور د فینول فتالین معرف د رنګ بدلون په مختلفو چاپېریالونو کې ښيي.
آنتوسیانین یو طبیعي اندیکاتور دی چې په ساده ډول د معرف په توګه کارول کېدلی شي. دا ماده په نباتاتو کې لکه: ارغواني کلم، ځمکني توتان، تور بادنجان، چغندر، سور پیاز، د سور لوبیا پوټکی، انار او ځینې نور نباتات کې په اسانۍ ترلاسه کېږي. دا محلول د pH له مخې په مختلفو چاپېریالونو کې بېلابېل رنګونه ښيي، چې په تیزابي چاپېریال کې شین او په القلي چاپېریال کې ارغواني رنګ غوره کوي.په دې ویډیو کې د مختلفو محلولونو د تشخیص لپاره د آنتوسیانین معرف کارول ښودل شوي دي:
لاندې جدول په لنډیز کې د یو شمیر معرفونه لپاره د رنګ بدلون ساحه ښیې.